مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-09   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

د کندهار ولايت په ميرويس حوزوي روغتون کي نوي زيږدلي کوچنیان لادرکه کيږي چې د يو شمېر والدينو انديښنې يې را پارولي دي.

راپور احمدالله سمون
بلخوا د میرویس روغتون مسولين وايې چې د زيږون پر مهال دي والدين او د مريض پایوازان دقيق واوسي. د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون چې فعاليت يې خورا زيات دى خو دا مهال ددي روغتون د ولادي او نسايې برخي څخه نوي زيږدلي کوچنيان لادرکه کيږي. دا هغه ستونزه ده چې په روان کال کې دوه ځله او نورو کلونو کې هم د مسولينو په وينا رامنځته سوې. په يوې تازه پېښه کې يو کوچنی هلک هغه مهال ورک سو چې يوي نابلدې ښځي ته په لاس ورغلى وو. د ولادي او نسايې برخي مشره د کوچني د ورک کېدو پړه پر والدينو اچوي خو زياتوي چې دوى هم خپل تدابېر ورته نيولي دي. پر همدې مهال د کندهار د ميرويس روغتون سرپرست ډاکتر علي احمد قانع وايې چې رشتيا هم د نويو زيږدلو کوچنيانو ورک کېدل يوه ستونزه ده خو وايې چې ددي ډول پېښو د مخنيوي لپاره دوى تدابېر نيولي دي. هغه وايې والدین هم بايد په داسې وختونو کې د خپلو کوچنيانو ساتنه وکړي او د زيږون پر مهال باوري کسان راولي. هغه وايې چې په تېرو کلونو کې شپږ پېښي له دوى سره ثبت سوي دي. ها خوا د نوي تازه ورک سوي کوچني پلار له دولت او په ځانګړې ډول د ميرويس روغتون له مسولينو غواړي چې د ورک سوي کوچني په پيدا کېدو کې يې مرسته وکړي. هغه له نورو والدينو څخه هم غوښتنه وکړه چې د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره د خپلو کوچنیانو ساتنه وکړي. بايد يادونه وسي چې د کندهار د ميرويس روغتون په ولادي او نسايې برخه کې نژدې هره ورځ له اويا تر اتيا پوري ولادتونه کيږي او سره له دي په ياد روغتون کي د کوچنيانو د ساتني لپاره يو ځانګړى واټ هم جوړ سو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery