مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-16   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

په کندهارکي درې ورځنۍ دپولیوکمپاین پیل سو

راپور: احمدالله سمون
پولیوچي په ټوله نړۍ کي دمنځه تلو په حال کي ده لا هم په افغانستان کي یې وخت ناوخته مثبتي پیښي لیدل کیږي چي افغان ماشومان دفلج خطرناکي ناروغی باندي اخته کیږي ، خو اوس دافغانستان دولت اودنړۍ روغتیا یې موسسسې اوارګانونه په دې هڅه کي دي چي داناروغي په افغانستان کي هم ختمه کړي په همدې دلیل هره میاشت په ټول هیواد کي دپولیوکمپانونه په لاره اچول کیږي ، چي نن یکشنبه په کندهارکي هم دادرې ورځنی کمپاین رسماماشوم ته دپولیو ددوو څاڅکوپه ورکولو سره پیل سو په دې مراسمو کي دکندهاردروغتیاسرپرست ریس عبدالرشید الکوزي وویل په ټول هیواد کي دامهال ۸ پیښي لرو چي یوه په کندهاریوه په هلمند دوې پیښې په پکتیکاکي اوڅلورپه کنړکي دي . په تیروشپږو میاشتوکي کومه نوي پیښه نه لرو خوشبختانه چي دمحیط څخه چي کوم سمپل چي اخیستل سوی دی په محیط کي دامهال کوم وایروس نسته دروغتیاریس وویل چي ټول والدین اوعلما باید په دې مهم کمپاین کي راسره مرسته وکړي اوخپل ماشومان له واکسین څخه راونه ګرځوي ترڅو داناروغي له هیوادڅخه ورکه سي . داپه داسي حال کي ده چي په ټوله نړۍ کي داناروغي له منځه تللې خو په افغانستان اوپاکستان کي لاهم داویروس موجود دی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery