مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د « افغان ميډيا » په نوم د لومړي ځل لپاره په زړه پورې اپلیکېشن پر لیکه شو

د « افغان ميډيا » په نوم د لومړي ځل لپاره په زړه پورې اپلیکېشن پر لیکه شو

 په رسنیز ډګر کې د « افغان ميډيا » په نوم د لومړي ځل لپاره داسې اپلیکېشن پر لیکه شو، چې د افغان رسنیو په زړه پورې ټولګه بلل کېږي.
دغه اپلیکېشن چې یو تن افغان کمپیوټر پوه سمیع الله خواخوږي جوړ کړی، وايي چې تر دې وړاندې يې نمونه نه ده لیدل شوې.
افغان رسنۍ اپلیکېشن چې پکې د مشهورو افغان رسنیو او مهمو نړیوالو رسنیو، خبري، دیني، معلوماتي، سپورټي، روغتیایی او جالبې څانګې را ټولې شوې دي، دا وړتیا لري چې نږدې ټولې پښتو رسنۍ د کاروونکي تر موبایله په وړیا توګه ورسوي.
سمیع الله خواخوږی وايي چې د دې اپلیکېشن په جوړولو کې يې له هیچا تخنیکي مرسته نه ده غوښتې، خو د طرحې، معلوماتو راټولولو او سایټونو د برخو په ټاکلو کې يې له ملګرو مشورې اخیستې دي.
سمیع الله چې د کمپیوټر په برخه کې اصلاً استاد نه لري، وايي چې دا اقدام يې ځکه وکړ، چې د انلاین نړۍ په نږدې کېدو کې يې یو ګام اخیستی وي، د هغه په خبره دا به د پښتو ژبې او پښتنو لپاره لوی خدمت وي.
دا چې بې له استاده يې په کمپیوټر کې تر دې اندازې وړتیا څنګه پیدا کړې، وايي چې پرلپسې کار او په انلاین نړۍ کې له ويډیوګانې په ګټې اخیستو يې تخنیکي وړتیا لا ډېره کړې ده.
هغه د « افغان ميډيا » په اړه وايي چې له نورو اپلیکشنونو سره يې توپیر په دې کې دي، چې نه ویروسونه لېږدوي او نه هم پخپل سر پکې خبرتياوې راځي، پر دې سربېره په دې اپلیکشن کې نږدې ټولې انلاین پښتو نړیوالې او کورنۍ رسنۍ را اخیستل شوې دي، د اسعارو بيې پکې شته او د کمپیوټر په برخه کې په زړه پورې رسنیزې خپرونې درسره شریکوي،«افغان میډيا» اپلیکېشن په انډرویډ سیستم لرونکو موبایلونو کې د کارونې وړدی.
خواخوږی وايي چې د دې اپلیکېشن جوړول يې خپل ذوق او د پښتنو لپاره خدمت دی، نه کومې رسنۍ ترې غوښتنه کړې او نه هم تر اوسه رسنۍ خبرې دي، چې د دوی د خبرونو او معلوماتو د لېږد لپاره دومره اسانه وسیله جوړه شوې ده.
یاده دې وي دا په پښتو انلاین رسنیز ډګر کې هغه انقلاب بلل کېږي، چې تر دې وړاندې يې نمونه نه ده ليدل شوې، په دې اپلیکېشن کې کاروونکي ته ګڼ معلومات په لږ وخت کې او خورا په اسانه توګه ور رسېږي.
د دې اپلیکېشن جوړوونکی وايي چې دی يې د بریا لویه تمه لري او دا چې له لیسته يې کومې رسنۍ پاتې دي، د هغوی پر غوښتنه به يې یاد اپلیکېشن ته ور زیات کړي.
« افغان ميډيا » د October 7, 2016 پر لیکه شو، چې تر اوسه يې خورا تود هرکلی شوی دی، تاسې هم کولی شئ، چې په ګوګل پلی سټور کې د «Afghan Media» او یا هم «افغان رسنۍ» په موندنه سره خپلو موبایلونو ته ښکته کړئ.
د دې اپلیکېشن په اړه د ډېرو معلوماتو لپاره دلته په اړیکه کې شئ:
Afghanrasany@gmail.com
 www.facebook.com/Afghanrasany
د ګوګل پلېسټور لینک يي:
 "Afghan Media افغانستان رسنۍ"
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.hedayat.em_mefgevnoc_yw

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery