مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-21   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

چارواکي: هلمند کې ۱۸ وسله وال مخالفین وژل سوي

Samoon
په هلمند کې د افغان پوځیانو او وسله والو مخالفینو د جګړې پر مهال اتلس وسله وال مخالفین وژل سوي دي. د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې لیکلي چې اته وسله وال مخالفین په یوه هوايي حمله کې په سنګین کې په داسې حال کې وژل سوي چې غوښتل یې نهرسراج ولسوالۍ ته اکمالات وکړي. د بیان له مخې په نادعلي کې د طالبانو یو مشهور قوماندان محمد ګل له دریو نورو وسله والو سره په یوه چاودنه کې وژل سوي دي. اخوا په نهر سراج کې د افغان پوځیانو په برېدونو کې څلور وسله وال مخالفین او په بولان او پیرسبز سیمو کې دوه وسله وال مخالفین وژل سوي دي. وسله والو طالبانو په هلمند کې د ور اوښتې تازه مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery