مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-30   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

چارواکي: کونړ کې هوايي بریدونو ۱۴ وسله وال وژلي

احمدالله سمون
د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په دانګام او غازي اباد ولسوالیو کې تېره شپه او تېره ورځ نړیوالو ځواکونو هوايي بریدونه کړي. په کونړ کې ددوه سوه یو سیلاب قل اردو ددوهمې لوا ویاند جګړن شېرین اغا رسنیو ته وویل چې د یادو بریدونو پر مهال ۱۴ وسله وال مخالفین وژل شوي دي. د کونړ د والي ویاند بیا وايي چې په دانګام کې څلور او په غازې اباد کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي او یوه اندازه وسلې يې هم له منځه تللي دي. تر اوسه وسله والو طالبانو د دغو هوایي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي په دانګام او غازي اباد ولسوالیو کې په داسې حال کې نوي هوايي بریدونه کېږي چې تېره اوونۍ د غازي اباد ولسوالۍ په هیګل سیمه کې بې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې د نورو وسله والو ترڅنګ د القاعده شبکې دوه عرب مشران هم وژل شوي و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery