مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زموږ خاین رهبران

محمود نظری



زموږ خاین رهبران

ولي دا وار دوستم غنی ته لکه چرګ سو ببر
ځکه دولت یې د بریښنا غلا ته نور ونه کړصبر
که ته وغواړې له هر خاینه حساب او کتاب
دپسه نقاب له مخه لیري کوي هر زوړ لومبړ
چې دضیا سو ه د میلونونو دغلا ډالرو کیسه
واچو ی یې یو لوی بړستن په خپل بوین جړبړ
ددې غلو په هره بڼکه شکول لکه چرګه کغ وځي
دنه اشوالپاره دخلکو پام اړوي په یو بل خبر
***
په خیانت کې سیالي ده زموږ دټولو لویو واکمنو
مشر یوه ته لکه پیلمرغ ټوخي بل ته لکه چرګ سي ببر
دلته خاین واکمن ته جزا نه سته خود به خیانت کوي
چې ویني داحساساتي ډارن مشر د ځان تیرولو هنر
***

چا چې خلاص نه کړ دلته پنج کتاب او مختصر
هغه په دې وطن کې د دین کیږي سیاسي سوداګر
دیو کافر سره جهاد روا دی د بل کافر سره نه دی
موږ نه پوهیږو وکړو باور دکوم چا په غومبر
دچا چې له کافر سره جوړه سوه هغه مسلمان دی
که یې ګټه نه وه هغه مسلمان دی ورته تور ګبر
اشغالګر هم زموږ واکمنان په خوشیو او خټو لړې
رهبروي زموږته بې غوږه وزه ، ړوند غویی او موشه خر
چې دلته نه وي څلور سوه شل او پنځه لمبره
هغه نه کیږي ښه مشر زموږ دسیستم سه خبر
وزیر کیږي امیر زاده چې په کانکور کې خرناکامه وي
وایي دا نابغه دی وو دهغه پلار درزالت لوی افسر
تر ټولودا ښه دی چې وي اصیل د پلاره پلاره غل
هغه دی زموږ اصلي مجاهد او اصلي رهبر
ددنیا پرمختګ د هغو د خلکو په پوهه کې دی
دلته پوهه نه چلیږي چلیږي دنسوارو کډو رابړي سر
هغه چي هر کاروبار یې له عالمه ماسوا وي
هغه دی زموږ دخلکو خورا ښه اوبریالی لیډر

بهرني خلک چې د لته دخره وویني دا لو یه اله
وایي دغه دی تر ټولو بارسوخه او تر ټولو معتبر
هغه ښه دی چې حرکات یې دبیزو تنه یې وي د پیل
لکۍ دسپی ولري لکه دغویي یې وي اوږد تیز ښکر
چې ډیره پوهه ولري او وي اصیل زوی د دې وطن
هغه زموږ خلکو ته دی تر پردو او خپلو ټولو ابتر
ددې غلو په کږه داړه کې کله سم خلک ځایږي
ښه خلک به د وطنه تښتي یا به اوسي دربدر
چا چې څوک نه دی وژلی د یو توت ارزښت نه لري
دډیرو بې وزلوخلکو وژل دي اوس لوی وياړ او فخر
دخلکوقاتلین اوس دوطن لوی لوی مشران دي
هر قاتل دلته دی مشر او لوی قومندان او رهبر
خدایه موږ د داسې پوهو خلکو په خپل امر وساته
چې د غلویې وی زیارتونه د کابل دهري غونډۍ پر سر
هر واکمن د لیري په لوڅ سرورته عسکري سلام کوي
څنګه به پر دې ګونګ ولس نازل نسي د خدای زجر
تر هغه چې د عین اوغین تر منځ په څوکیو تجارت وي
د همدې غلو مشران به هم غوم غوم وي هم غر غر
چرت مه وهه ولسه په دې هره ورځ غرتو پرتو
لوچکان د دې غرتو پرتو پرته هم لري کوم ثمر
جړبړ( جلاب )
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery