مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پلارته!

اسدالله غيرت

 

 / پکتيا

ته لکه هنداره داسې سپين اوداسې پاک انسان

ته يې د دنيا پرمخ بې کچې مينه ناک انسان

ته خودپنځه وخته لمانځه په شانې ښکلی يې

ته دتوربلال د اذانه په شانې ښکلی يې

زما تياره تياره ژوند ته ددې په څيرارزښت لرې

پلاره ! دڅراغ اود ډيوې په څيرارزښت لرې

زه دې دتعليم نه برخمن کړم زه دې ښکلی کړم

تا دناپوهۍ اوجهالت څخه سپېڅلی کړم

خود به درته پلاره دوغاګانې هرساعت کوم

خود به دې پلارجانه دغلام په څير خدمت کوم

ته وې چې بې کچې هنرونه دې په لاس راکړل

ته وې چې ټوپک نه، کتابونه دې په لاس راکړل

زه به ستا په مينه ترلحده افتخارکوم

زه ستا په ژور فکر بې حده افتخارکوم

ستاپه بيلتانه دې چرې زړه زما سوری نه شي

ځکه ستا په شانې مينه هيڅوک راکوی نه شي

ستا دشتون برکت دی چې له هرغمه بي غمه يم

هره شيبه ستا دروغ صحت خوښۍ په تمه يم

خدای ج دې دهيچا له سره نه غورځوي داسيوری

دې ستړی ژوندون کې دمورجانې اوبابا سيوری

نيټه ۱۳۹۰-۵-۲۲ کور

مده خيل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery