مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-06   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

په کندهار او اروزګان ولایتونو کي دخبریال زهیر فاتحه واخیستل سوه.

نعمت الله زهیر د اریانا نیوز خبریال وو چي دوي ورځي وړاندي په هلمند کي د ماین په چاودنه کي ووژل سو. د کندهار ولایت مقام پر خبریال نعمت الله زهیر سوې چاودنه وغندل او د شهید خبریال لپاره يي د قران کریم ختم وکړ. په کندهار ولایت مقم کي د خبریالانو د ملاتړ یا (نی) د خبریالانو د خوندیتوب او پریس کلب له لور د اریانا نیوز خبریال نعمت الله د کورني سره د غم شریکي وکړه او د قران کریم ختم وکړ. غونډې ته کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي په خپلو خبرو کي وویل چي د نعمت الله زهیر وژل کیدل لویه ضایعه ده او زیاته يي کړه چي دغه برید د بیان پر ازادۍ د سانسور خوښوونکو برید دی. عزیزي وویل چي معلوماتو ته لاس رسی، د بیان ازادۍ او د خبریالانو مصؤنیت يي د ولایت مقام په لومړیتوبونو کي راوستلي. په دي ورستیو کي د خبریالانو په وړاندي د تاوتریخوالي پیښي ډیر سوي او د هیواد په هره برخه کي خبریالان په دي اړه انديښمن دي. د خبریالانو د ملاتړ اداري د معلوماتو له مخي په روان کي د د خبریالانو په وړاندي د تاوتریخوالي پیښي خورا زیاتي ښودل سوي او ویل سوي چي دغه ارکام د تیرو اتو کلونو له ارکامو سره یو شی دي. په کندهار د خبریالانو د ملاتړ اداري سمیز مسئولین وايي چي د جګړو لومړي لیکو ته باید خبریالان وانستول سي. ددي دفتر مسئول عبدالسمیع غیرتمل له ټولو خبریالانو وغوښتل چي هیڅ خبر دخبریال تر ژوند مهم نه دي او زیاته يي کړه چي خبریالان باید د خپل ځان ساتنه وکړي. په کندهار کي د خبریالانو د خوندیتوب کمیټي مسئول احمد لودین وايي چي په نژدي راتلونکي کي ددي کمیټي لخوا ددي حوزي خبریالانو ته د ځان ساتني په موخه زده کړي ورکړل سي. لودین وايي چي ددوي کمیټه په پام کي لري چي د خبریالانو د ساتني په موخه په جنوب کي خبریالانو ته یو شمیر د ځان ساتني مهارتونه او وسایط برابر کړي. د یادوني وړ ده چي د خبریال زهیر تر مرګ څو ورځي مخکي په زابل ولایت کي د ملي راډيو تلویزیون خبریال یعقوب شرافت د نامعلومو وسلوالو لخوا په ټکانو ووژل سوو چي تر اوسه يي د قاتلینو د نیولو په اړه کم معلومات نسته.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery