مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کابل کې خو مالونه دي مزې کوه!!

توریالی مالیار

تیوه به له جلال اباده راته زنګ را ته وواهه چې د کابل په مړه ډیموکراسۍ کې پروت یې مزې دې وکړې، بل به راته په کلي کې ویل ښه سات دې تېر دی مزې کوه مزې، له ملګرو سره به په مجلس کې هر چا له نجونو سره د اړیکو او دوستۍ کیسې کولې... ماوې یره لکه چې ریښتیا کم عقل یم ځواني همدا ده چې درباندې تېره شوه خلک په مزو کې غرق دي او ته له دې خوږې دونیا ناخبره پروت یې، راشه همدا یې وخت دی سبا به طالبان راغلي وي په خدای که بیا ښار کې د پتلونۍ بوی ووینې او یا دې خوله خوږه شي، بس دوره به وي او سوټی.

بس نور مې نو کرار کرار خپله پروژه شروع کړه، زړه به مې لوی کړ له کوره به ووتم او په دې تمه چې چاته ګپ ورکړم په کوڅو سړکونو به سر شوم، مګر وېرې او شرم به بېرته پښیمانه کړم، همدا چې وبه وتم ما به فکر کاوه چې ټول خلک مې په نیت خبر او څاري مې.
یو ځل شارنو کې یوه بله خوا ګرځيدم نا څا په مې مخې ته یو ملګری راغی وې لکه چې سترګو ته اوبه ورکوې، یاره په دې خبره یې سخت وشرمولم ځکه زه له کوره په همدې نیت را وتلی وم، خوله مې ورته جینګه کړه او پښیمانه کور ته را وګرځېدم.

یوه ورځ ملګرو د کابل پوهنتون کېسې کولې وې سم پاریس دی، بله ورځ مې دې لنډ پاریس ته خپله پروژه وغزوله، د پوهنتون دروازه کې چې د پولیسو له تلاشۍ تېر شوم او په ډله ډله نجونو مې سترګې ولګېدې ما وې بس لکه چې نن دې ارمان پوره او ریښتیا په پاریس ور ګډ شوې اوس نو که نر یې پکې خوښوه یې- کله په دې سړک سر او کله په هغه پیاده رو، کله په یوه تعمیر ننوتم کله په بل، ښې پرېمانه نجونې ګرځېدې را ګرځېدې، ما ویل دوی هم زما په څېر سرګردانه او خپلې یارانې لټوي په زړه کې مې وې چې هلکه درمند ته یې راغلی یې هرې سستې سړې ته لېفټ مه ورکوه هاټ پکې پیدا کړه چې خوله دې خوږه شي، لږ وخت نور هم تېر شو خو په خدای که یوې هم نظر اچولی وي، ټولې په خپلو چپټرونو لګیا وې او درسونو داسې ګنګس کړې وې چې دین او دونیا دواړه ترې هېر و.

په ګرځېدو ګرځېدو کې مې یو ځای کې له یوه هلکه عجیبه واوریده، یوازې ناستې نجلۍ ته یې وې (تنهايي با خدا می زیبه) بس بیا مې لږ هیله پیدا شوه ما وې دا کارونه خو نو یو څه ژبه او هنر هم غواړي، لږ وړاندې ګورم یوه نجلۍ تر یوه ټيټه ونه لاندې ناسته ده او هغه غټ پلن تلفون یې مخ ته نیولی ما وې هلکه بس دا دی اخر دې پیدا کړه، شا ته یې ور تاو شوم ما وې وګورم کوم فلم ګوري چې د فلم مطابق یو فلمي ډیالوګ ورپېرزو کړم خو چې ور تاو شوم، نه فلم و نه سندره، د کاپر لور لګیا وه په سکرین کې یې سبک وې ما وې هلکه لکه چې دا بېړۍ دې هم غاړې ته ونه رسېده، لږ چې سره وښورېدم د نجلۍ راباندې پام شو ووېرېده که څه بلا، پورته یې ترپ کړل ما هم سمدستي ورته ووې: نمبر دې راکړه!! دا خبره نه وه په نجلۍ سم د اتوم ګوزار و داسې وسورېده لکه د ګرمۍ غومبسه په پوچو سپکو یې خپله خاموشي داسې ماته کړه ته وايي پلار مې یې وژلی دی، څه چې په خوله ورتلل را ته ویل یې بس چې کاڼی یې ر اپسې خطا کړ زه هم ترې را خطا وتم په پینځو ګامونو مې د پوهنتون دروازې ته خدای پامان ووې ما وې پاریس ورک شه نوم ېې ورک شه.

یوه ورځ مې خپل کلوز ملګري ته د خپلو ناکامو تجربو کیسه تېره کړه هغه راته کړل، یو موټر پیدا کړه بس بیا دې نو غم نشته لکه د سرویس کلینران نجونې به همداسې منډې در پسې وهي، ما وې ټنګه جیب کې نه لرم موټر څنګه واخلم، ورو یې باغ یاد کړ.

له چرتونو وروسته مې د سرو مڼو باغ ګرو کړ او سراچه مې واخیسته، هر سهار به مې ایسته هلته ولاړ او دلته ولاړ کله نا کله به مې یو دربست پیدا کړ چې یو څه تېل به شول، خو چې ښځو به لاس را کړ او د کرایې پوښتنه به یې وکړه نو ما به ورته وې چې ستا په خوښه زما خوښه ده، چې سات نیم به مې مزل وکړ او دربست به مې د کور/ دفتر خولې ته ورساوه شلګون به یې را ته ونیو او ښکته به شوه، ما وې دې ته نو اوس پرتوګ وکړه، نه مال په لاس راځي او نه پیسې؟ ځمکه په موټر ولاړه خو موټر هم کار نه ورکوي، کوم کورس او اکاډمي هم نشته چې چلونه ر اوښیي.

یوه ورځ مې یوه ته شکایت وکړ هغه راته کړل هلکه د موټر پر ځای به دې خرموره اخیستې وه کار دې جوړ و ځمکه به دې هم نه وه ګرو، ما وې نو خرمورې ته به اوس خره اخلم که څنګه؟ وې چې هرې خرې خرموره لرۍ ښه به وه خره مه اخله خرموره یې واخله! یو زایرېږ یې را وښود وې ورشه هغه خرموره لري ترې وایې خله چې نجلۍ ته دې پکې وکتل بس بیا دې کار جوړ دی لکه سیوری داسې به درپسې روانه وي په خدای که په مرګ هم ترې خلاص شې، ما هم زړه غټ کړ زایرېږ ته مې لس زره روپۍ نغدې ورکړې خرموره یې په یوه دسمال کې راته تاو کړه او د خپل بزنس نوی پړاو مې پیل کړ.
کوټه سنګي کې د سړک ترمنځ نښترو کې روان وم ګورم چې له لیرې یوه پتلونۍ را روانه ده زر مې خرموره له جیبه را ویسته او ورته ومې نیوه بیا لږ پښه نیولی شوم، سمه چې دا را رسیدله مخې ته مې یو سوالګر ودرېد او د دې په مخ کې مې ترې یو پنصدي نذرنه کړ، سوالګر په چیغو چیغو دوعاګانې کولې، دې وخت کې د نجلۍ هم پام شو چې هلک خو پنصدي برباد کړ چې ورسره سترګو په سترګو شوم څه یو غټې غټې سترګې وې چې افرین شه او په دې شه، ما وې یره د زایریګ نخسه لکه چې کار ورکوي، نجلۍ ته مې وخندل خو دا بې پروا تېره شوه، بس نو زړه مې درزی شروع کړ پکت څو ګامه وړاندې ولاړم او بېرته یې مخې ته را وګرځېدم چورت مې وواهه چې اوس خو به نو یوه خبره هم ورته کوې په پټه خوله خو نو نه کیږي، یو ځل خو مې وې راشه ښه ستړي مشي ورسره وکړه، بل ځل مې وې سلام ورواچوه، بل ځل مې وې ورته ووایه چې له کوم ځایه راغلې؟ چېرې ځې په همدې چرتونو کې وم چې پام مې شو نجلۍ رانه شل متره لیرې تللې وه.

بیا پسې ور روان شوم خو څو چې پسې رسېدم اباسین ځدران ته رسیدلې وه ما وې ځه چې ور وخته هلته به بیا خبره ورسره وکړم خو دا د کاپر لورو همداسې مخامخ روانه وه بیا مې ګامونه چټک کړل ترې تېر شوم او بېرته یې مخې ته را وګرځېدم چې ور ورسېدم زړه مې را غونډ کړ او ورته کړل مې اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته، د زړه درزی مې څو چنده شو نفس مې ودرید ځواب ته منتظر وم چې ګورم نجلۍ له ما یوه نېزه وړاندې ګامونه ولي، په ولا که خبره شوي هم وي چې ما سلام دې ته اچولی که بل چا ته.

که ریښتیا درته ووایم سخته غصه راغله ما وې کنډ کپر موټر ګوره چې وامې خیست، ځمکه ګوره چې ګرو شوه، لس زره په خرموره ولاړې، د سودا یو پنصدي تر سوالګر ځار شو خو نجلۍ مې هو نه کړه، بیا یې مخې ته ورتاو شوم، دا مهال نو د ده بوري له ترافیکي اشارو سره مخامخ شوو، نور عقل خدای راباندې ودراوه ترې ومې پوښتل: کجا میری؟!

کجا میري نه و چې نجلۍ په ښکنځلو سر شوه دومره زیړې یې را ته وکړې چو مه کوه پوښتنه وې زه دې وینم لکه شیطان لس وراې مې مخې ته شین شوې، نور یې خبرو ته پرې نه ښودم پولیس ته یې غږ وکړ پولیس چې راغی سملاسي یې عسکري څپېړې شروع کړې نجلۍ ښکنځلم او پولیس وهلم، نجلۍ خو ولاړه له جنجاله یې خلاص شوم، خو پولیس نه پرېښودم وې حوزې ته دې لېږم چې د بند خوند درباندې ووینم، په ما لاره ورکه وه چې پولیس ته څه ووایم خو چې ده د پیسو خبره وکړه نو د سودا پاتې زرګون مې نغد ورکړ اول خو یې نه مانه وې پینځه زره راکړه له بند مې خلاص کړې خو چې جیب مې یې تش ولید نو راضي شو، له هغې خوا چې کور ته راتلم ټنګه هم نه وه راسره ما وې ښه اوس به د سودا د پیسو ځواب څه وایې؟ خو خوشاله وم چې په زر روپۍ له بنده خلاص شوم.

زر مې پکر کار وکړ جیب کې مې لاسونه بند کړل و مې و شکاوه دوه ساعته پلی مزل مې چې وکړ نو په کور کې مې تور غوبل جوړ کړ خلک مې مرتد کړل، حکومت مې کوپر کړ او پولیس مې زندیقان وبلل ما وې په رڼا ورځ کیسه بور ووهلم نه مې پولیس پوښتنه وکړه نه بل چا مور مې راته کړل وې پیسو پسې د بلا وی ښه دی چې د جیب له څيرېدو سره دې نس نه دی څيرې شوی.

دا پېښه خو هم ولاړه تېره شوه، بله ورځ ګورم چې یو هلک دی یوې نجلۍ ته پوچ سپک وايي نجلۍ هم په غټو غټو سترګو ژاړي او هلک ښکنځي، ما فکر وکړ چې پخوانیو تجربو خو کار ونه کړ راځه دا ځل افغاني غیرت و ازمیه کوندې وي نجلۍ درباندې مهربانه شي بس نو نه مې هسک و کتل او نه ټيټ په هلک مې ور ټوپ کړ تر مرۍ مې ونیو یو څو سوکه مې ورحواله کړل ما وې ته نه شرمېږي چې پردیو نجونو ته په لاره کې ولاړ یې او ښکنځې یې؟ خپل عزت لرې که یې نه لرې؟ لږ شرم وکړه! همدا بې حیایي ده چې وطن یې غرق کړ له دینه خبر یې؟؟ له اسلامه خبر یې؟؟ او.... مسلمانه د خدای، شیبه چې تېرېده دواړه راباندې چنګاو شول داسې مسلکي بوکسونه مې وخوړل چې غیرت میرت یې رانه هېر کړ، په څو دقیقو کې ګڼ خلک را ټول شول پولیس چې را رسېدل زه یې له پښو غورخولی وم خو بیا مې هم زور واهه پولیس له ځوان و پوښتل چې ولې مو په بیچاره دومره بدماشي وکړه، ځوان پسخند وکړ یو دوه سوکه یې نور هم راکړل وې ته زما په ښځه څه کار لرې؟ ایله پوه شوم چې کم عقله دا خو یې ښځه وه چې په څه یې خبره ورانه شوې وه او داوې یې سره وهلې، خلک چې له کیسې پوه شول ټولو په کړس کړس خندل او سره تیت پرک شول، پولیس دې خیر یوسي تر لاس یې ونیوم وې ځه غیرتي صاحب ځان کورته رسوه، کور ته چې ولاړم د ځواب ویلو لاره را نه ورکه وه اخر مې مور ته کړل چې یو تک شین ځوان و د یوې نجلۍ لاره یې نیولې وه، نجلۍ راته د مرستې غږ وکړ ما هم په ځوان ورباندې کړل او نور مې هم تک شین کړ- مور ته مې وروستۍ جمله داسې وه: د کوپر زوی مې داسې خمبیره کړ چې ژوند یې وي بیا به داسې غیر شرعي کار ونه کړي.

دا لارې خو مې ټولې ناکامې شوې اوس نو تاسې هم یوه لاره را وښیئ چې له نجونو سره یاري څنګه کیږي؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery