مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-13   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

د کندهاراولسونو له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړل چي په یادو ولسوالیو کي پرمختیايي کارونه وکړي.

د کندهار د پنجوايي ، ژړۍ ، او میوند ولسوالیو اوسیدونکي د افغان ځواکونو د ملاتړ تر څنګ په هیواد کي د تل پاتي سولي غوښتوونکي سول. د یادو ولسوالیو اوسیدونکو نن سه شنبه په پنجوايي ولسوالي کي د یوه غونډي پر مهال د افغان ځواکونو د فعالیتونو ستاینه وکړل او زیاته يي کړه چي ددي ولسوالیو ټول اوسیدونکي د افغان دولت ملاتړ کوي. دوي ويل چي د امنیتي ځواکونو پر زیاتو قربانیو په دي ولسوالیو کي امنیت راغلي او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چي ددي ولسوالیو امنیت خراب کړي. د ژړي ، پنجوايي او میوند ولسوالیو قومي مشرانو په دي ولسوالي کي د بیاروغوني د کارونو غوښتنه کول. دغه اوسیدونکو ویل چي په ولسوالیو کي يي زیات امنیت دي او باید افغان حکومت امنیتي حالت ته په کتو سره په دي ولسوالیو کي پرمختیايي کارونه شروع کړي. په غونډه کي د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي هم ګډون کړي وو. نوموړي د یادو ولسوالیو د قومي مشرانو تر خبرو اوریدو وروسته په خپله وینا کي ژمنه وکړل چي په دي ولسوالیو کي به ډیر ژر پرمختیايي کارونه پیل کړي. شمسي هم په دي ولسواليو کي د امنیت د سمیدو لامل د افغان امنیتي ځواکونو قرباني او ددي ولسوالیو د اوسیدونکو ملاتړ یاد کړ. ددغو ولسوالیو اوسیدونکي چي اکثره يي په زرعتي کارونو بوخت دي له افغان حکومت څخه دا غوښتنه هم کول چي ددوي میوو ته نړیوال بازار پیدا کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery