مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(د ځان خیر دی غواړه)

روغوال


یو مامور خپل وزیر ته وویل،چې محترم وزیرصاحب ! عالی تحصیلات هم لرم ،شل کالنه کاری تجروبه هم لرم ،که چیرته امکان ولری،دا دمشاورینوپه پوست کښې مې مقرر کړه، ځکه چې په ډالرو باندی معاش اخستل مې یو ارمان دی، نو وزیر ورته وویل، چې مامور صیب دا دومره وظیفه دی راسره پدی وزارت کښې تیر ه کړه،خوپدی باندی پوه نشوی، تاپه مخکینیوو دولتونو کښې کله دا د مشاورینو بستونه لیدلی وه! دا بستونه خو د موجوده نظام په وزارتونو کښې فقط ددی لپاره منظور شویدی ، چې د وکیلانو،او صاحبانو خپل خپلوان که بیسواده هم وی پکښې ځای په ځای شی، او که حالاتو همداسی دوام وکړو، د ځان خیر دی هم غواړه ، چې د وکیلانو خپل خپلوان دی ددی موجوده وظیفی څخه خلاص نکړی۰


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery