مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د غمشریکۍ پیغام !

 


بسم الله الرحمن الرحیم

 په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد نامتو تاریخ پوه ، د خپلو خلکو او هیواد دردمن ملي سیاسي شخصیت پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ ددې فاني دنیا نه سترګې پټې کړې . انالله و اناالیه راجعون .
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ددې ستر شخصیت مړینه د هیواد او خلکو لپاره لویه او نه جبرانیدونکې ضایعه بولي ، خدای بخښلي ته د خدای په دربار کې د جنت فردوس غوښتنه کوي اوکورنۍ ، خپلوانو ، دوستانو ، د هیواد علمي ــ فرهنګي شخصیتونو ــ بنسټنو ، مینه والو او ټول افغان ملت ته د تسلیت او جمیل صبر هیله کوي . ددې تر څنګ زمونږ د ټولنې د پاره د ویاړ ځای دی چې خدای بخښلي یې په تیرو کلونو کې په ډیرو علمي سیمینارونو کې هر اړخیزې علمي او ارزښتناکې ویناګانې کړي او همدا ډول ددې مهربان او زړه سواند مورخ علمي او ارزښتناک اثار یې د چاپ په ګاڼه سمبال کړي دي . په دې هیله چې ددوی له خوا روزل شوي تکړه اولادونه به یې د هغوي د لارې لارویان وي . په ډیر درنښت .
د ټولنې د مشرتابه جرګه
 د ټولنې مشر سید حسن
Hürth Germany

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery