مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

والي صاحب له نښترو سره په جنګ کې اتل شو

توریالی مالیار


والي صاحب وې زه یې چپه کوم قوماندان صاحب وې زه یې چپه کوم، خبره پټکو ته ولاړه، سابقه دارۍ ته وغزېده، زور ته اوچته شوه او ځواکمنتیا ته مشروطه شوه، دواړو مټې بډوهلې او له دنګو نښترو سره غیږو ته يې ودانګل، خلک حیران و چې دا دنګ نښتر وګوره او د والي صاحب او قوماندان صاحب غېږې، تر یوه ونه قوماندان صاحب غېږه تاو کړه تر بلې والي صاحب، والي صاحب چې په جیب لږ لاس ورته وواهه قوماندان صاحب د ونې خنډ ته برابر شو اوس ېې عریضه کړې وايي نښتر راباندې جنسي تیری کړی، هغه خپله دوسیه پسې لالهانده دی والي صاحب چې کله چپه کولو ته بډې وهلې دي په خدای که یې دمه هم کړې وي د نښترو نیم ځنګل یې څملولی، وايي د ایران پلکه کې مې کار کولی شوی خپل وطن کې یې نشم کولی؟

 مایک واله خبر شول چې والي ځنګلونه وهي، ټولو بریتونه تاوول وې چې نړۍ ته یې سپک نه کړو نه یې پرېږدو، چې ورغلل والي صاحب د مینې غېږه ورته خلاصه کړه او ورته کړل یې په دې کې خو مخالفین پټیږي ځکه یو څه ځمکه باید خلاصه کړو او دغه کار د سولې پر وړاندې یو ستر ګام دی، مایک واله وو چې بلې پوښتنې ته ځان تیاراوه والي صاحب ورته کړل خځلې یې ستاسو شوې نور څه وایئ، مایک واله وو دستي خپل مایکونه بند کړل او اوس خپلې خځلې ټولوي، وايي چې مایک راکولی دا دومره کاله به یې را کړې وه روزي خو خځلو کې ده امنیت به هم ورسره ټینګ شي.

چا ملا صاحب خبر کړ وې په ځنګل بلا نازله شوې، ملا صاحب وې په یوه چوف یې درته ورکوم، بلا ته یې چې ځان ورساوه، ورته ویې ویل ملا صاحب چیغې مه وهه ذکات یې هسې هم ستا دی ایله به دې مړۍ غوړه شي، ملا صاحب تسبیح په لاس را وګرځېد وې دې ونو کې ګناهونه ډېر کیږي باید چپه شي.

بیا پسې معدني فعالان خبر شول، په ژړا شول چیغې یې کړې وې سرمایه مو ولاړه، هوا مو ولاړه، اوبه او باران مو وتښتېد، والي صاحب ځان لږ دمه کړ، وې جمبخ یې ستاسو، معدنیان اوس ځکه نه ښکاري چې جمبخ ټولوي او خپلو کې یې ویشي.

سپیڅلي مشران خبر شول په غصه شول، و غوړمبیدل، وښورېدل او په چیغو شول، وې عزت مو لوټ شو، ځنګل تبا شو، والي ژوندی نه پرېږدو. والي صاحب ورته وې لږ ساړه خورئ دومره هسکه یې مه ور اچوئ پټوکي مې یې تاسو ته ساتلي او هغه ستاسو حق دی د نصوارو ایره به مو مفته شي فقط دومره ده چې نصوارو کې به زما برخه هم وي، مشرانو چې د نصوارو خبره واورېده نو ګرمې سینې یې سړې شوې ټولو په یوه غږ وې، والي صاحب پسې هسې دښمنان اوازې اچوي والي صاحب خدايي خدمتګار دي، ولسي خدمتګار دی په پرتوګ یې لا لمونځ کیږي.

وروسته سرکار سر راپورته کړ اول خو یې ځان وګراوه، وغزېده پسې ورغړېده او چې د خوبونو څپه ترې والوته نو یې والي صاحب ته ایله وروځې پورته کړې وې څه کوې یاره دا خلک څه وايي؟

 والي صاحب سرکار ته وې چې د امنیت خرابۍ ستر لامل همدا شنه ځنګلونه دي کله ګیدړ پکې پټ وي کله زمری دا چې ونه وهو ښه ورځ نشو لیدلی، په دې خبره پسې یې سمدستي ګیله وکړه چې سر کار ولې پر مختللي وسایل نه ورته برابروي چې ځنګل په اسانه چپه شي، ولې د سړک پروژه نه ورته منظوروي چې لرګي سم انتقال شي، سرکار قانع شو د تخنیکي وسایلو او سړک جوړولو پروژې یې ورته منظورې کړې او په 50٪50 یې خبره ورسره خلاصه کړه.

د والي صاحب دغه ستر فعالیت کامیاب او په دې ټولو هسکو ټیټو بریالی شو معدني فعالانو یې د ښو هڅو یادونه وکړه، قومي مشرانو یې په غونډو کې ستاینه وکړه، مایک واله وو یې غږ تر سرکار ورساوه، سرکار یې په ټټر د ښو خدمتونو په پاس د سرو زرو مډال و ټومبه.

والي صاحب اوس زموږ ټولو اتل دی!!
هم یې دین هم یې دونیا!!
زموږ اتل زموږ پاچا!!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery