مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ميړو له خانديه (خاندا) موندلې ده

اسدالله غيرت

 

 

ميړو له خانديه (خاندا) موندلې ده ، دا زمونږ د سيمې په کچه مشهور متل ده او په هغه وخت کې زيات استعماليږي ، کله چې يو څوک چا ته په شوخۍ او يا هم ټوکو کې د داسې کار د ترسره کيدو څخه ووايي چې ، همغه کس يې وړ نه وي او وروسته همغه کار ترسره شي او يا داسې چې که زه د کلي يو ناپوهه کس ته په ريشخندي ډول ، له وخت وړاندې د کلي د ملک کيدو خبره وکړم او وروسته هماغه کس ملک شي ، نو زمونږ خلک ورته همدغه سيميز متل کاروي چې ، ميړو له خانديه موندلې ده .

د پورته متل په اوريدو سره ماته د همدې متل په تړاو تقريبآ څلور کاله وړاندې يوه کيسه راياده شوه . هغه داسې چې زمونږ د سيمې يو کس چې د ناپوهۍ او حماقت اوزې يې تر لرې ، لرې خورې دي او کم ، کم په ليک او لوست هم پوهيږي ، کله چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه ګران هېواد افغانستان ته په لومړيو وختونو کې د مهاجرينو د راتګ لړۍ پيل شوه ، نو افغان حکومت هغو کسانو ته چې تر لسم ټولګي پورې زده کړې يې په پاکستان کې ترسره کړې وې ، د نورو زده کړو لپاره ، له ازموينې وروسته په يوولسم ټولګي کې د کيناستو زمينه برابره کړه ، له همدې لارې د هېواد ډير مطلق بې سوادان په ښوونځيو کې شامل شول او د دوولسم اسناد يې تر لاسه کړل ، چې د هغو له ډلې يو زمونږ د سيمې مشهور ناپوهه او تجار صمدخان هم و ، چې په يوولسم ټولګي کې د کيناستو امر يې له رياست معارف څخه واخيست ، د يو کال په تيريدو سره ښوونکوته په سوال او زاريو يې له دوولسم ټولګي څخه د فراغت سند ترلاسه کړ ، دا چې په همغه وخت کې په ښوونځيو کې د ښوونکو د نشتون زياته اړتيا وه ، نو صمدخان د خلکو د ريشخند په پايله کې بلاخره د سيمې د ښوونځي يو تن رسمي ښوونکو مقرر شو ، زمونږ د ښوونځيو ددې بد عادت له مخې چې کمزورې ښوونکې لومړۍ ټولګي ته د ښوونکې په توګه ټاکې ، همداسې وشول صمدخان د ادارې لخوا د لومړۍ ټولګي ښوونکی وټاکل شو ، کله به چې د ښوونيز کال په پای کې د ازموينو نتايج جوړيدل ، نو صمدخان به نورو ښوونکو ته سوال زارۍ کولې چې د لومړۍ ټولګي نسبتآ اسان نتايج ورته جوړ کړي او يا به يې د پيسو په بدل کې دا کار ترسره کاوه ، د صمدخان د استادۍ په دوهم کال ولسوالۍ ته د ښوونکو د روزنې د عالي موسسې څانګه راغله چې ، د هر ښوونځي په سر ورته دوه ، دوه ښوونکي ورپيژندل کيدل ، کله چې د ښوونکو تر منځ همدې مرکز ته د کسانو د ورپيژندلو لپاره پچه واچول شوه ، لومړۍ پچه د صمدخان او دوهمه د کوم بل ښوونکي وخته ، صمدخان بعير له کوم ځند څخه د ښوونکو د روزنې د عالي موسسې لپاره ثبت نام وکړ او همدا پروسه يې پيل کړه ، دا چې د نوموړې موسسې درسونه د صمد خان لپاره ډير ستونزمن وو ، نو صمدخان به د ياد مرکز په ښوونکو خرچې کولې ، په مياشت کې يو ځل به یې هرومرو ورته ډوډۍ کوله ، د همدې خرچو او ډوډيو برکت وو ، چې صمدخان بلاخره له څورلسم ټولګي څخه په تقريبآ پنځه نوي فيصدۍ فارغ شو او ځان يې مسلکي ښوونکی کړ ، په همدې کال د هغه ليسې چې صمدخان پکې ښوونکې و ، د امريت بست اعلان شو ، خلکو به صمدخان ته په ريشخندي ډول ويل چې ، ياره صمدخانه ! اعلان شوي بست ته ځان کانديد کړه ، تر تا ښه او تکړه کس په ټوله ولسوالۍ کې نشته ، د خلکو همدا خبرې وې چې ، صمدخان يې د ياد امريت لپاره کانديد کړ ،  صمدخان ياد بست ته د درخواستۍ عريضه په کوم ښوونکي د پيسو په بدل کې وليکله ، ځکه نوموړی د ليک او لوست په برخه کې دومره کمزوری و چې ، د دوو خرو په وربشو هم نه پوهيده ، د وخت په تيريدو سره د ياد بست د ازموينې ورځ راورسيده ، له صمدخان سره دوه کسان نور ، چې له پوهنتون څخه فارغ و ، ياد بست ته کانديدان و ، خو صمدخان د ازموينې له ورځې وړاندې ځان ته په ازموينه کې د بريا لاره جوړه کړې وه، همغه و چې ، صمدخان په ازموينه کې بريالی اعلان شو او بلاخره د ليسې د دوه زره زده کوونکو او څلويښتو ښوونکو قدرت او مديريت ورته وسپارل شو او د سيمې همدې متل ته چې ( ميړو له خانديه

موندلې ده ) د عمل جامه ورواغوسته او دا څلورم کال دی چې ، صمدخان د يادې ليسې د امر په بست دنده ترسره کوې او د سيمې خلکو ته يې په ليدو همدا متل ورياديږي چې ( ميړو له خانديه موندلې ده)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery