مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-18   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

ملي امنيت د حقاني شبکې ۳۱ غړي نیولي

د افغانستان د ملي امنيت لوی رياست د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره وايي، په جنوب ختیځ خوست کي يې د حقاني ترهګري ډلي ۳۱ غړي نيولي دي. د ملي امنیت د لوی ریاست خبرپاڼه وایي، د پاکستانۍ حقاني شبکې اړوند دوه ګروپونه چي د خوست په مرکز پل علم او اړوندو برخو کي یې په ترهګریزو بريدونو کي لاس درلودئ، د ملي امنیت د لوی ریاست د منسوبینو له خوا د عملیاتو پر مهال نیول سوي دي. خبرپاڼه همدارنګه وايي، د نیول سوو کسانو څخه د چاودېدونکو توکو دوه ډک موټرسایکلونه، ۵۰ مقناطیسي ماینونه، ۶ لاسي بمونه، د RPG7 راکټ ۱۵ فیره مرمۍ، د زیکویک ۳۶ بکسې مرمۍ، د کلاشینکوف ۵ بکسې مرمۍ، د کلاشینکوف ۸۰ شاژورونه او بې پلېټه ۳ کرولا ډوله موټرونه هم ترلاسه سوي دي. د حقاني شبکې په ګډون کومي ډې تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery