مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جینوا

روغوال

 تیره و رځ د ملګرو ملتونو په مرکز جینوا کښې د ټولو هیوادونو یو بل سره د تجروبو د تبادلی ، او یودبل سره د همکاریو کولو په باره کښې غونډه درلودله، د ټولو هیوادونو نماینده ګانو په خپل وار سره د خپلو تجروبو د تبادلي او د خپلوهمکاریو کولو په باره کښې خپلی خبری او نظریی وړاندی کړي ،کله چې وار د افغاني هیت راورسیده ،نو افغانی هیت غونډه والو ته وویل ، تاسو ته خو معلومات دې ،چې زمونږ دا فعلی دولت په اداری فساد کښې په ټوله دنیا کښې دوهم مقام لری او انشا الله په راتلونکی کال کښې لومړی مقام حاصل کړو ،که چیرته تاسی وغواړۍ ، نو زمونږ فعلی دولت به ستاسو د ملکونو زړو او ځوانانو ته د غلا او اداری فساد په باره کښې داسی موثر ټریننګونه درکړي، چې ستاسو د وطن څومره بودیجه او غواید وی ، هغه به په ټی ثانیه کښې ټس نس کړي ، لکه ګیډر ه چې چرګ وخوری ، بڼکی یی موجودی وی ، او د غوښو درک یی نه لګی ، ور پسی د پاکستان نماینده غونډوالو ته وویل ، که څوک غواړی د خپلوګاونډیانو دشر څخه ځان خلاص او هغوی په خپلو کښې سره یوبل باندی ووژنۍ نو زمونږ هیواد تیار دی چې ستاسو د ملکونو وګړو ته د څان مرګو حملوو ټریننګونه وکړي ،لکه دا اوس چې زمونږ هیواد د خپلو همسایه ګانو اوسیدونکی داسی ټریننګونه ورکړی او داسی ځان مرګی مو ورته روزلی دي، چې همسایه ګان مو په خپلو په ورور وژنه باندی اخته دی ، او مونږه یی بی غمه سیال ته ناست یو ۰
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery