مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ارزګان:دنا امنیو له امله ګڼي پروژي نیمګړي پاته سوي.

احسان الله ولس يار

 

دارزګان ولایت یوشمیر ریاستونو مسؤلین چي دولایتي شورا له لوري ور بلل سوي وه دتیر کال دکارونو او راتلونکي کال د پلانونو په اړه يي خپل راپورونه وړاندي کړه.

په غونډه کي ډیری رئیسانو وویل چې دتیر کال په پروژو کي يي ډیری پروژي دنا امنیو له امله نیمګړي پاته سوي.


که څه هم تراوسه په ارزګان کي چارواکو ولس ته حسابي نده ورکړي خوتير ه ورځ ولایتي شورا دیوشمیر ریاستونو استازي وربللي وه او دتیر او راتلونکو په اړه يي تري معلومات وغوښتل.

په غونډه کي دکلیو او پراختیا،کرهڼي اوبولګوني،نشه يي موادو پروړاندي دمبارزي اوښځو چارو ریاست استازیو خپل دتیر کال دترسره سوو پروژو په اړه معلومات وړاندي او دراتلونکي کال پر پلانونو يي هم خبري وکړي.

دوی وویل چي په تیر کال کي ډیری پروژي دنا امنیو له امله یاخو نیمګړي پاته سوي او یايي خو يي بیخي کارونه ندي پیل سوي.

دنشه يي موادو پروړاندي دمبارزي ریاست یوه استازي چي دسږ کال په اړه يي خبري کولي وویل چي په دغه ولایت کي دتیر کال په پرتله دکوکنارو کښت هم زیات سوی چې لامل يي نا امني ده.

نموړي دخبریالانو دهغي پښتني په ځواب کي چې نا امني خو یوازي سږ کال ده ولي په تیر کال کي هم دولایت مقام او نشه يي موادو پروړاندي دمبارزي ریاست تر دیوالونو لاندي کوکنار وه ولي يي په له منځه وړلو بریالي نه سواست وویل، چي نه تیر کال هم هیڅ امنیت نه وو او دنا امنیو له امله يي دکوکنارو کښته له منځه وي نه وړلی.

دنشه يي موادو پروړاندي دمبارزي ریاست استازی د تیر کال دنا امنۍ خبره په داسي حال کي کوي چې پرته له دوو ولسوالیو نور دټولو ولسوالیو لاري دترافیکو پرمخ پرانیستي وي او په تګ راتګ کي دنا امنۍ هیڅ ډول ګواښ نه وو موجود.

دولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزی وايي چې نن يي دځينو ریاستونو رئیسان ځکه ورغوښتي وه چې دهغوی له کړنو او فعالیتونو ټول ولسونه خبر سي.

نموړی وايي چې په راتلونکي کي به هم دغه لړۍ جاري وساتي او دپاته ریاستونو ریسان به هم راوغواړي.

دیادوني وړ ده چې په غونډه کي ډیری راغلو کسانو پر دي هم خبري وکړي چې له هرڅه مهم امنیت دی او په دي برخه کي باید دولسونو استازي له امنیتي ارګانونو سره په ګډه کار وکړي تر څو دپروژو دپلي کولو لپاره زمینه برابره سي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery