مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-08   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

بشري حقونو دفتر:ارزګان کي دولت پرځان قانون ندی پلي کړی.

احسان الله ولس يار
په ارزګان ولایت کي دبشري حقونو خپلواک کمیسوین دفتر مسؤلېن وايي چي په دغه ولایت کي تر ډيره دولتي کسانو قانون ته غاړه نده ایښي چې له امله يي خلګ له ناخوالو سره مخ سوي. دولایتي روغتون مسؤلین هم وايي چې ددولت دبي غورۍ له امله دتیرو دوو میاشتو پرمهال ترینکوټ کي تر ۱۲۰ ډیري ترافیکي پیښي سوي چې ۹۰ سلنه يي دولتي کسانو کړي. په ارزګان ولایت کي دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون سرپرست عبدالشکور روستايي نن پیوستون ږغ راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کي دولت له قانون څخه سرغړونه کوي چې له امله يي دبشري حقونو دنقض پیښي ډيري سوي. نموړی وايي چې په تیرو څو میاشتو کي دملي اردو له لوري په ترینکوټ ښار کي دري تنه په ډزو وژل سوي او یوشمیر نور يي په ترافیکي پیښو کي وژلي چې دا خپله د قانون څخه دهغوی لویه سرغړونه ده. روستايي دیادو پیښو مجرمینو ته دسختي سزا غوښتنه وکړه. بل لور ته بیا دولايتي روغتون رئیس ډاکټر امین الله توخی وايي چې په تیرو دوو میاشتو کي په دغه ولایت کي تر ۱۲۰ ډیري ترافیکي پیښي سوي چې ۷ تنه پکښي وژل سوي دي. دنموړي په وینا چې په دغو پیښو کي ۹۰ سلنه يي دامنیتي ځواکونو له لوري رامنځته سوي دي. دیادوني وړ ده امنیتي ځواکونو په ترینکوټ ښار کي دورستیو پیښو دڅیړنو او عاملینو ته د سختي سزا ورکولو ژمنه کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery