مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پکتیکا کې د پولیو پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو.

benawa afghanistan
راحیله جواد
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت یو ماشوم ته د دوه څاڅکو په ورکولو سره د پولیو پر وړاندې د واکسینو کمپاین رسمآ پیل کړ

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت یو ماشوم ته د دوه څاڅکو په ورکولو سره د پولیو پر وړاندې د واکسینو کمپاین رسمآ پیل کړ.
ښاغلي وحدت د پکتیکا له ولسونو غوښتنه وکړه چې د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین خپلو ماشومانو ته ورکړي او د عامي روغتیا د پولیوواکسین له کارکوونکو سره په دې برخه کې تر خپله وسه همکاري وکړي.
دده په خبره، د پولیو واکسینو تطبیق کوونکی ټېم تل هڅه کوي چې د پکتیکا هرې سیمې ته د پولیو ضد واکسین ورسوي او ماشومان واکسین کړي.
 په ورته مهال د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ولي ګل وایي چې د پولیو پر وړاندې د واکسینو تطبیق کوونکی ټیم یې چمتو دی چې له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.
نوموړی له خلکو په ځانګړې ډول له دیني عالمانو او قومي مخورو غواړي چې په دې برخه کې ورسره اړینه همکاري ترسره کړي.
دیاد کمپاین په ترڅ کې به د پکتیکا (یو لک اووه نوي زره) هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کالونو کم وي واکسین شي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery