مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دا خو هم دووس وخاته

محمود نظری


 دا زبر واک خو دي هم اخیر دووس وخاته
 دا ښکاري باز نه دا خو هم پک ټپوس وخاته
 د قرارداد په لاسلیک دی بسم الله وه د واک
 د افغان د خاورې دفاع ته داهم خړوس وخاته
 د افغانانو حق په مترنو پيمان کې صاف مني
 خپلو ګټو ته په قرار داد کې درې توس وخاته
 د بادار هر وخت له مریی سره هم داچار وي
 د دښمن په ضد موږ ته پوچ کارتوس وخاته
 دقرارداد په اساس په خپل سر وژني او وړي
 مشر کشر مو هغو ته غوړمال او چپړوس وخاته
 خدای د ټولو موجوداتو نر ښکلی پیدا کړی
 واکمن افغانان چرګه ناتو ورته طاووس وخاته
 اخیر یې له دښمنه پورته په بدو سترګو موږ ته وکتل
 دا د مور په بم کارولو یې نفس ددوستي ټس وخاته
 دواکمن او وطنفروشانو کله کیږي سمه دوستی
 ستاسو غلامي خوار ولس ته هر شپه کابوس وخاته


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery