مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ذهني آرامۍ لارې

م. ظریف عنایت زی

 ډیر کسان په دې نړۍ کې په تشویش او خفګان کې ژوند کوي او تل د ژوندانه له ناخوالو سرټکي که څه هم جدي ستونزې نلري خو بیا هم دا د دوي یو عادت ګرځیدلی په داسې حال کې که کلکه عقیده ولرو چې دا هر څه د خداي لوري دي او انسان په دې دنیا کې د آزمویښت لپاره نړۍ ته راغلی نو هیڅکله به خلکو ته شکایت ونکړي ځکه راتلونکي ته هیله او د خداي تعالی کرم او بخشش ته هیله مندي انسان ته د هڅو او هاند لاره پرانیزي.
له بلې خوا ارواپيژاند وايي دایمي شکایت کول د انسان روغتیا ته زیان رسوي همداراز د دغه چلند په ترسره کولو په ژوندانه کې د غم او درد احساس زیاتیږي. خفګان او تشویش د بیلابیلو ناروغیو له هغې جملې د شکر، سردرد او داسې نورو ستونزو لامل کیږي نو باید په ژوند کې له ډیرو شکایت کولو ډډه وکړو او هر څه د خداي له لوري وګڼئ ځکه دا دنیا دآزمویښت ده او بله دا چې انسان په خپل خیر او شر نه پوهیږي کیداي شي یو څه چې انسان یې په خپل زیان بولي هغه ته ګټه ولري همداراز نهیلي هم لویه ګناه ده ځکه همدا هیله ده چې انسان هڅو او هاند او مثبت فکر کولو ته اړ باسي.
د خفګان او تشویش د لیرې کولو لپاره باید دا پر ځان ومنئ چې ژوند تل له ستونزو او ناخوالو خالي نه دی او د ژوند شرایط باید ومنو او پرمخ ولاړ شو، کله مو چې په وړاندې خنډونه لیدل بیا هم له هڅو لاس مه اخلئ ځکه د ټولنې ټول وګړي که هر څومره له مادي پلوه شتمن خلک هم وي په هرومرو له ځینو ستونزو سره مخامخ کیږي ځکه خوښي او سوکالي یوازې په شتمنۍ کې نه ده بلکې ذهني سکون او قناعت د خوشاله ژوند یوازینۍ لار ده .
بله دا چې باید په یاد ولرو هیڅ ډول حالات او شرایط تلپاتې نه وي او هر څه د بدلون په حال کې دي نو باید تل د بدلون په تمه هڅو او هاند ته دوام ورکړو، په ژوند کې ځینې ترخې او زړه بوږنونکې پيښې رامنځته کیږي خو تل له هغو ناخوالو او دردونو سره ژوند ونکړو او یوازې د څو شیبو لپاره هغه د چا خبره خپل زړه تش کړو او خپل احساسات نورو ته بیان کړو خو پرې نه ږدو چې دا خواشیني مو دوامداره شي، د شته شرایطو منل او له ژوند سره یو ډول سازش کول د دردونو او ستونزو د کمولو ښه لاره ده.
د تیرو پيښو او ستونزو په اړه فکر کول ګټه نلري خو دا کار یوازې د ځان د ارزونې او کړنو لپاره ګټه لري، باید یوازې د اوسني وضعیت په اړه فکر وکړو د منفي پر ځاي مثبت فکر وکړو، همداراز ښه دا ده چې د راتلونکي په اړه پلانونه ولرو د هر کار لپاره له وړاندې پروګرام برابر کړو او دا چې څه ډول کولائ شو په بیلابیلو برخو کې پرمختګ کولاي شو یو ځل دا کار وآزمویئ او پایلې یې وګوړئ.
له شته امکاناتو باید په ښه توګه کار واخلو او پرځان په کلک باور او هوډ سره ژوندوکړو، پر ځان باور او ذهني سکون د انسان له خبرو، پر لاره له تلو، لیدلو، لاس ورکولو او داسې نورو حرکاتو څخه له ورایه ښکاري. تیروتنه له هر انسانه کیږي خو باید له هرې تیروتنې وروسته د امکان تربریده د هغې دجبرانولو او نه تکرار په فکر کې شو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery