مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د دوو ځوانانو ډيالوګ!!

میراغا ملت مل


دواړو ځوانانو چې يو يې کليوال او په کلي کې اوسيږي او د کليوالي ژوند استازيتوب کوي، بل يې په ښار کې اوسيږي او د ښاري ژوند استازيتوب کوي، هر يو د خپلو ښاريانو او ښاري ژوند، کليوالو او کليوالي ژوند ښېګڼې بيانوي.
کليوال- زموږ کلی او زموږ ژوند ډېر ښکلی دی، زموږ صافه او ازاده هوا، ارام ژوند د ښار په ډېرو اسانتياوو نه ورکوو.
ښاري- زموږ ښاري ژوند ښکلی دی، ژوند مو منظم دی، د ژوند اسنانتياوې، ښوونځي، مدرسې او نور امکانات لرو. نسبتاً ارام ژوند لرو، د کلي له جګړو او تربګنيو څخه خلاص يو او دا چې يو څه نا څه نا ارامي هم ستاسې له وجې جوړه شوې، تاسې هغه خلکو ته د مرستې لاس ورکوئ چې زموږ ښار يې نا امنه کړی، مستقيمه او يا غير مستقيمه مرسته ورسره لرئ.
کليوال- دغه اسانتياوې، ښوونځي، مدرسې او مسجدونه خو دلته هم شته، مدرسو او مسجدونو ته خلک ډېر ورځې، د عصري زده کړو تر څنګ ديني زده کړې هم کوي. په ښارونو کې خو دين ته د چا توجه نشته، ازاد ژوند خوښوي، خارجيان خوښوي، موږ خو په دين سرونه ورکوو.
ښاري- تاسې د دين له احکامو څخه څه خبر ياستۍ؟ تاسې ثواب او ګناه څه پيژنئ؟ تاسې حلال او حرام څه پيژنئ؟ دين مو سم نيم کړی، د دين نيم احکام منئ او نيم يې نه منئ، تاسې د ثواب پرځای ګناه کوئ، يو ګناه ګار او شل ورسره بې ګناه مسلمانان وژنئ. تاسې مطلق حرام کارونه سود، چرس، افين او نور په ازادانه ډول کوئ، ستاسې ملا، ستاسې مدير، ستاسې معلم ټول په دې کې اخته دي.
کليوال- داسې ستونزې په ښارونو کې هم ډېرې شته، هر ډول فساد شتون لري، افغان حکومت په فساد کې تقريباً لوړمړۍ درجه تر لاسه کړه، دا هم ناروا ده. هر چارواکي خپل ناوړ کسان په دندو ګماري، پارلماني فساد دې نه دی ليدلی؟ ښکاره تجارت يې شروع کړی، د وزيرانو، رئيسانو، مخالفينو او ګاونډيو هېوادونو سره يې جلا جلا تجارتونه پرانيستي.
ښاري- دا به ومنو چې ستونزې دواړو لورو کې شته او په له منځه وړلو کې يې هم بايد دواړه په ګډه کار وکړو.
کليوال- سمه ده، دواړه خواوې بايد نيمګړتياوې ومنو او حق ته حق او باطل ته باطل ووايو.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery