مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د غلوشاهنشاه

محمود نظری

 

 


 واکمن ګنکپو خاوره په لپو لویو غلو په توبرو یووړه
 یو خوار وزیر په میلیونو بل خوار په میلیاردو یووړه
 بسم الله لقبونه دغلو د پاچاهي په خوشایو یووړه
 بل یار یې د ناروغانو درملو کارټنونه په اوږو یووړه
 دغلوشاهنشاه میلیاردونه په زړو توربینو یووړه

 دا یوه بیا په خیالي دنیا کې مکتوبونه جوړه کړه
 هر یو غله په شیرچور کې لکس کورونه جوړ کړه
 ځینو خوارو په دوبی کې عربي قصرونه جوړ کړه
 یو خوار شهزاده د کابل بانک نقده چیکونه یوړه
 بل بیچاره بیا د اریانا الوتکې سپين ټکټونه یوړه
***
هیڅ چا په دې خاوره هم لږ رحم و نه کړ
 هیڅ چا دخپل ولس څخه لږ شرم ونه کړ
 هیڅ چا دخپل وطن هم لږ څه غم ونه کړ
 چا د حاجیانو پسونه او غوییان یووړه
 چا دټکس چا دچنډې سپين چيکان یووړه
***

دشاهنشاه ډالرونه په بانکو کې د ایران دي
 داسې خلک ازلي ذهني د ناروا ناروغان دي
 ددې خاورې د اصلي شهیدانو کفن کشان دي
 له هغو څخه ایمان شیطان نه ایران یووره
 د خپلوخلکو تو نالت یې پر خپل ځان یووړه

***

ماته وښیه داسې واکمن چې غلا يې ونه کړه
 رشوت، اختلاص ، قبضه او ناروا یې ونه کړه
 خپل وطن او کام سره ډیره جفا یې ونه کړه
 یو د یتیمانو او کونډو د ډوډۍ دسترخوان یووړه
 بل د اردو جیت الوتکې زرهداره ټانکان یو وړه
***
یو د دښمن سره لاس یو کړی خاوره د وطن پلوري
 څه یې زمرد ،لاجورد او د وطن هر معادن پلوري
 بل یې په غرتو چې لوی بمونه واچوي ختن پلوري
 چا اجتماعي چا فرهنګي ارزښتونه د افغان یوو ړه
 هر چا تر خپله وسه نغده او منقول سامان یووړه
***
دا دلاسه د لسو نفرو دی چې دلته یې پرټوګونه ایستلي
 په بې شرمي وایي موږ له روس سره جهادونه کړي
 ان په تشناب کې یي د ترور لپاره داتل انځورونه ځړولي
 له دوی څخه ایمان په پیسو امریکا او ایران یووړه
 له دوی څخه وجدان دجال، نه مردود شیطان یووړه
***
پخوا به د خاین جزا زندان و ،اوس پارلمان دی
 پخوا به د غله جزا پرې لاس اوس کومندان دی
 پخوا د وطن پلورجزا اعدام و اوس لوی زمام دی
 د دې وطن ابرو دي غلطو غړو د پارلمان یوو ړه
 څه یې بیشرمه ایران څه یې نامرده پاکستان یوړه
***
له دې غلو څخه څه ګیله میله په کار نه ده
 له دې وطنفروشو څخه څه اله ګوله په کار نه ده
 دې دبنده بنده ته څه باوله ویل په کار نه ده
 دوی په دې کار له بهره په لکو ډالرونه یووړه
 دوي په دې کا رله د ښمنه شاباسونه یووړه
***
که نه پدرام د دیورند بښني څخه څه خوند اخلي
 بهزاد هر چیري د مظاهرو اچولو څخه څه پند اخلي
 رحیمي د خراسان خراسان ویلو څخه ډیر وند اخلي
 دوی په دې کار ددې دښمنو وطنو تابعیتونه یو وړه
 له هرې وینا وروسته یې میلیونونه ډالرونه یووړه


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery