مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-14   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

چارواکي :دهلمند په ګرشک ولسوالۍ ۳۸۰کلیو ګرامه چرس ،او په مارجي ولسوالۍ ۱۰تنو مشکوکو وسله والو دنیول کیدلو خبر ورکوې .

حضرت محمد روحاني هلمند
دهلمند سیمه یزچارواکي وایې چې تیره شپه افغان امنیتي ځواکونو ددې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۳۸۰کلیو ګرامه چرس نیولي ،او دغه ارز زیاته وې چې دنړیوالو ځواکونو په یو هوایې برید کې دوسله والو یو مهم قومندان وژل شوی دی دهلمند د۲۱۵میوند قولي اوردو مطبوعاتي ویاند ډګرمند محمد رسول ځاځي وبینوا ته وویل چې تیره شپه افغان امنیتي ځواکونو دګرشک ولسوالۍ دحوزه خوشک په سیمه کې ۳۸۰کلیو ګرامه چرس چې په یو ټیوټا موټر کې بار وه دموټر چلونکي سره یو ځای نیول شوې دې ځاځي ددې ترڅنګ داهم وویل چې دنړیوالوځواکونو په یو هوایې برید چې ددې ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې ترسره شوي دي، په پایله کې يې د تورجان په نوم د وسله والو طالبانو هغه قومندان وژل شوی دی چې په ۱۳۹۴ کال يې په هلمند کې په شوراب پوځي اډه د بريد پر مهال د ۱۵ ځانمرګو بريدګرو مشري کړې وه. همدارز نوموړې زیاته کړل چې په مارجي ولسوالۍ په ۸بلاک حاجې اغاچهراهې په سیمه کې هم ۱۰تنه مشکوک وسله وال نیول شوې دې تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه ورسنیو ته څه نه دې ویلي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery