مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-16   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

دهلمند ولایت دلښکرګاه ښار اوسیدونکې ښار ته په نژدوسیمو کې دروانو نا امنیوڅخه اندیښنه لرې

دهلمند ولایتي شورا حکومتي چارواکې په بي کفایتۍ تورن وې دوې وایې چې لښکرګاه ښار په څو حوزو کي روانې جګړې داندیښني وړدې ،او حکومت یې باید په وړاندې جدې اقدام وکړې . که څه هم پخواته په کتوسره اوس مهال دهلمند دمرکز لښکرګاه ښار دځنیو څنډو څخه یو څه وسله وال لرې شوې دې ،خو بیا هم دلښکرګاه ښآر دزړه څخه د ډي سي توپ لوی فیرونه دبشران او سره ګودر پر امنیتي کمربند هره ورځ تر سره کیږې چې دښآر داوسیدونکوژوند یې نارامه کړی دیپه دې اړه د لښکرګاه ښآر اوسیدونکې وایې که مرکزي حکومت دلښکرګاه ښارته له نژدو سیموڅخه وسله وال لری نه کړي نو ددوېاندیښنه لرې چې کیدای شې نورې سیموي هم وسله وال به ترخپل ولکي لاندې راولې په همدې وخت کې بیا دهلمند دولایتي شورا مرستیال عبدالمجمید اخند زده بیا دجګړې په کرښه کې هغه میشت دولتي مسولین په بي کفایتي تورن وې دي وایې چې مرکزي حکومت وهلمند ته داسې پاملرنه نه ده کړي تر څو په د ې ولایت کې جګړه کابو شې اوسله وال دلښکرګاه ښار له څنډو څخه په شاه کړې . خو بل خوا بیا دهلمند دوالي ویاند عمر ځواک هم دخلکویادې اندیښني پرځای بولي خو نوموړې بیا دهغه سیمو دبیرته نیولو په وړاندې دډیر ژر دعملیاتود پیل خبر ورکوې . دیادونې وړده چې دلښکرګاه ښار د څلورمه حوزې په ګډون دهلمند ۷ ولسوالۍ په بشپړه ډول دوسله والو په ولکه کي دي او یوازې دګرشک پرته د۵ نورو ولسوالیو پرمرکزونو حکومت حاکمیت لرې ، او دغه ارز دلښکرګاه ښاردوهمه اودریمه حوزه باندې هره ورځ دوسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې روانې وې .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery