مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-27   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان کي پرننګرهار ملي راډيو ټلویزیون برید وغندل سو

احسان الله ولس يار اروزګان
دارزګان ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلېنو او دیني عالمانو دننګرهار پرملي راډيو ټلویزیون سوس برید په کلکو ټکو وغندلی. دارزګان ولایت داطلاعاتو ریاست رئیس نورمحمد ابدالي نن په یوه جوړه سوي غونډه کي دننګرهار پر ملي راډيو ټلویزیون برید دبیان پر ازادۍ او ټولو خبریالانو برید وباله او دا يي یو تروریستي عمل یاد کړ. همداراز دحج او اوقافو ریاست رئیس مولوي حمدالله ابدالي خبریالي یو سپیڅلي دنده وبلل او پر خبریالانو برید یو غیر انساني عمل وبللی. یاده وي چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندي دننګرهار پر ملي راډيو ټلویزیون ځانمرګي بریدونه وسوه چي پرمهال يي دیاد سوي ټلویزیون څلورو تنو خبریالانو په ګډون دوه تنه پولیس مړه او یوشمیر نور ټپیان سوه چي مسؤلیت يي داعش یا داسلامي دولت ډلي پرغاړه واخیستی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery