مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-11   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان:دکابل ورستیو پیښو دقربانیانو فاتحه واخیستل سوه. په ارزګان ولایت کي دکابل دورستیو خونړیو مرګونو پیښو دقربانیانو فاتحه واخیستل سوه. دفاتحي په دغو مراسمو کي دارزګان والي ترڅنګ د یو شمیر ادارو استازو هم ګډون کړی وو او دشهیدانو روح ته يي ددوعا لاسونه لپه کړه. ولایتي شورا بیا دغه بریدونه وغندل او له حکومته يي دعاملینو دنیولو غوښتنه وکړه.

احسان الله ولس يار
دکابل دورستیو پیښو له قربانیانو سره دارزګانیانو غم شریکي. دکابل دورستیو پیښو دقربانیانو فاتحه دارزګان په ولایت مقام کي واخیستل سوه پکښي دوالي محمد نذیر خروټي ترڅنګ دهغه مرستیال عبدالواحد پټان،دولایتي شورا یوشمیر غړو او ځينو نورو ادارو استازو هم ګډون کړی وو او دشهیدانو روح ته يي د دوعا لاسونه لپه کړه، خپلو خپلوانو ته دصبرجمیل او ټپیانو ته يي دعاجلي شفا غوښتنه وکړه. دولایتي شورا یوه غړي عبدالعلي حقبین ترفاتحي وروسته دکابل ورستي مرګوني پیښي په کلکو ټکو وغندلي او دپیښو له قربانیانو سره خواخوږي وښوده. نموړي له دولت څخه هم غوښتنه وکړه چي دپیښو اصلي عاملین پیدا او دقانون منګولو ته وسپاري او په راتلونکي کي ددغه ډول پیښو مخه ونیسي. په کابل کي دورستیو پیښو له قربانیانو سره دغم شریکۍ په خاطر نن په هیواد کي ملي ماتم اعلان سوی وو او له هیواد بهر او دننه په دولتي ودانیو کي ملي بیرغ نیمه ځوړند وو. په پلازمینه کابل کي شاوخوا دوه اونۍ وړاندي په وزیر محمد اکبر خان سیمه کي دموټر بم په یوه زوره وره چاودنه کي تر لږ ترلږه سل تنه مړه او ۴ سوه تنه نور ټپیان سوه. له دي چاودني یوه ورځ ورروسته کابل ښاریانو په لاریونونو لاس پوري کړ چي بیا په تاوتریخوالي واوښتي چي ۱۵ تنه پکښي ټپیان او ۵ تنه نور ووژل سوه چي یو يي پکښي دمشرانو جرګي دلمړي مرسیتال زوی هم وو چي دجنازي په مراسمو کي دریو ځانمګرو بریدونو تر شلو پوري کسان مړه او لږ تر لږه سل تنه نور يي ټپیان کړه. دهمدي مرګونو چاودنو په غبرګون کي کابل ښاریانو دتحصن خیمي وهلي او د یوشمیر حکومتي چارواکو په ګډون دولسمشر داستعفی غوښتنه کوي. دولسي جرګي ځيني غړي دغه ډول غوښتني دسیاسي کړیو کار بولي او غوښتنه کوي چي خپل لاریونونه پای ته ورسوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery