مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پکتیکا له مرکزي زندان څخه ۲ تنه زندانیان ازاد شول او د ۱۴ د بند موده کمه شوه

benawa afghanistan
راحیله جواد
د پکتیکا ولایت له محبس څخه د سه شنبې په ورځ د مارچ د اتمې په مناسبت دوه تنه بندیان خوشي شول او د څوارلسو نورو د بند موده را کمه شوه
.
د پکتیکا ولایت له محبس څخه  دوه تنه بندیان خوشي شول او د څوارلسو نورو د بند موده را کمه شوه.
پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي وویل چې ولایتي اداره له محبس څخه دوامداره څارنه کوي او د بندیانو له حال احواله ځانه خبروي.
نوموړي خوشي شووبندیانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د زندانیانو ټولو حقونو ته به رسیده ګي کیږي او په خبره یې د هر یوه دوسیه به په خپل وخت په شفاف ډول څېړل کیږي.
بل لورته د پکتیکا له محبس څخه خوشي شوي بندیان خوښي څرګندوي چې د ولسمشر د ځانګړې فرمان له مخې خوشي کیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery