مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخره ده لغته

محمود نظری

 

 


 له دندې اسیته سوم په رشوت موړ نسوم
 د رشوت په خوړولو سم دم سوړ نسوم
 دا رشوت په شیطان ابلیس ډیر خوند کوي
 خو اخ تور مخ سر چپه په خره سپور نسوم
***
له لغتې غورځونکي لیونی خره تښته
 د باټک مشر او سم لوده رهبره تښته
 چې د واک ریموټ یې د بل په لاس وي
 له هغه په آس سپور موشه خره تښته
***
کله هم په یوه هدیره کې ودریږه!
آیا تا ته به هم داسې یو قبر مهیا سي؟
 هر لاروهی چي له هدیرې تیریږي
 کوم یو با تا ته ولاړ او په دعا سي؟

***
دا پر تا څه وسوه خواره ملته
 له اشغالګره سم واکمن غواړې
 هغه درته پاخه وطنپلوره غله راولي
 ته له خاینه چوپړ دوطن غواړې


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery