مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند مدني ټولي ۵۰۰ کسانو وریا درملنه وکړه

راحیله جواد
هلمند مدني ټولنې په همکارۍ شاوخوا(۵۰۰) جنګ ځپلو کورنیو وړیا درملنه وسوه:
هلمند مدني ټولنې  له لوري نن دې ولایت په سرکار سیمه کې  د شاوخوا ۵۰۰ اړمنواو جنګ ځپلو کورنیو درملنه وسول ،ناروغانو کې  ماشومان او ښځې هم شامیلې وي.
هلمند مدني ټولنې  مشروایي،  دغلته  د روغتیا  په برخه کې  ستونزې  زیاتي شتون لري ، چې  په وینایي لیري  پرتوسیمو او ولسوالیو کي ولسي وګړي روغتونو او روغتیایي مرکزونوته ددرملنې لپاره  رسېدګي نسي کولای زیاته یي  کړه په همدې اساس یي یادي سیمې  کې  له اړمنو کورنیوسره دتشخیص اودرملنې  مرسته وکړل.
سرکار  چې  مرکز لښکرګاه ښار ته نژدي سیمه ده، په دې سیمه کې  میشت ولسي وکړي د امنیت، او پوهنې برخې ترڅنګ  په روغتیایي برخه کې  هم له ستونزو سره لاس  او ګریوان دي.
یادې  سیمې  کې  نن د هلمند مدني ټولنې  په هڅو او دملي تجارانو په همکارۍ  د ۵۰۰ نارغانو  درملنه د نارینه اوښځینه ډاکترانو  په مټ  وسول ،ناروغانو کې  د نارینو ترڅنګ ښځې  او ماشومان هم شاميل وه.
یوشمېر هغه میرمنې ، چې  د درملنې  په موخه دې  سیمه کې  راغونډې  سوې وي،د هلمند مدنې ټولنې  له مسؤلینو زیاته خوښي وښوده.هغوي وویل : اقتصادي ستونزې یي زیاتې دي  نسي  کولای  خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکزته یوسي ،ددې  سیمې  اوسیدونکي  له حکومته غواړي ، چې  په سمه کې  یي کلینکونه جوړه سي، څو په راتلوونکي کې  دې  ته اړ نسي  ، چې  خپل  دناروغانو درملنه په  مرکزکې وکړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery