مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسي تړون پروګرام په کندهار کي ۳۳ ميليونه ډالر مصرفوي

benawa afghanistan
راحیله جواد
د کندهار د ولسي تړون پروګرام لپاره ۳۳ ميليونه ډالر ځانګړي سوي او دا پروګرام نن سهار په ښاروالۍ کي پرانسته وسول

د کندهار د ولسي تړون پروګرام لپاره ۳۳ ميليونه ډالر ځانګړي سوي او دا پروګرام نن سهار په کندهار ښاروالي کي پرانسته وسول

د دې پروګرام د پرانيستغونډي په پيل کي کندهار ښاروال انجنېر روښان ولسمل وويل چي ولسي تړون پروګرام د نړيوال بانک په مالي مرسته په افغانستان کي پيل سوی چي يوازي د کندهار لپاره ۳۳ ميليونه ډالر ځانګړي سوي دي. هغه زياته کړه چي دغه ۳۳ ميليونه ډالر به د ۳ کالو په اوږدو کي د ۳۰۰ پرمختيايي شوراګانو له خوا په ښار او ولسواليو کي تطبيق سي. هره شورا له ۲۰۰ کورونو څخه تشکيل سوې او په هره کوڅه کي ۵ شوراګاني جوړي سوي دي.

ښاروال وويل چي دا پروژه د ښاروالۍ، کليو پراختيا، مستوفيت، زراعت، عامي روغتيا، کار او ټولنيزو چارو، مهاجرينو چارو، ښځو چارو، اطلاعات او فرهنګ، چاپېريال ساتني او اوبو رسولو رياستونو او برېښنا شرکت په ګډه همکاري مخته وړل کيږي. ولسي تړون پروګرام د څښاک اوبو، د جامدو کثافاتو د تنظيم، د کوڅو او کاناليزاسيون د جوړولو، تعليم، روغتيا او تفريحي پارکونو د جوړولو او د مېرمنو د کاريابۍ په برخو کي کار کوي. دا پروګرام عملاً له لسمي ناحيې څخه پيل او په ښار او ولسواليو کي به پلی سي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery