مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-08-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پېرنګي پاکستان: د ارواښاد عبدالولي خان لیکنه

سرلوڅ مرادزی

 د پاکستان د جوړېدو په مناسبت، د اګست۱۴ مه
 دا خو د مسلمانانو خوارانو خپل تجویز نه وو، اختیار خو د پېرنګي وو. د مسلمانانو لېډرانو خو دا حال وو، لکه سرفیروزخان نون چې په ۱۹۳۸ کال د وزیر هند په رایه پوه شو چې هغوی د هندوستان تقسیم نه مني، نو سملاسي نون صیب وویل « ښه ده چې خبر دې کړم چې بیا داسې څه خبره له خولې ونه باسم»
نو کتل دا پکار دي چې د پېرنګي په څه سمی راځي او په څه يي خپل غرض سر کیږي. اخر چې د سرسکندرحیات خان او د مسلم لیګ له خپلې کمېټې نه پوره نه شوه، نو پېرنګي د مسلمانانو دغه ټولې منصوبې نامنظوره کړې او د وایسرای د ایکزیکیټوــ کونسل یو ممبر چودهرې ظفر الله ته وویل شول چې ته د دوو ډومینیونو یوه نقشه پیش کړه. د دې په هکله وایسرای لنلتګو په ۱۲ / ۳ / ۱۹۴۰ ع کې وزیر هند ته لیکي چې زما په وینا ظفرالله د ډو مینین سټیټس په اړه یو یاداشت لیکلی چې هغه مخکې ما درلېږلی دی، وايي چې څه نور وضاحتونه ترېنه ما غوښتې دي، چې تفصیلات به زه بیا وروسته پیش کړم. خو د هغه (ظفرالله) دا خواهش دی چې دا خبره دې چیرې هم څرګنده نه شي، چې ګنې دا خاکه هغه پیش کړېده. هغه البته دا اختیار راکړی دی چې څنګه زه مناسب ګڼم هسې به دا دستاویز استعمال کړم.
I may do what I like with it including sending a copy to you, thirdly that copies been passed to Jinnah and I think to Hydri and fourthly that which he, Zafrullah, can not of course admit its authorship, his document has been prepared for adaption by the Muslim League with a view to being given the fullest publicity.
ترجمه:
زه چې څه غواړم هغه کولای شم، په شمول د دې چې تا ته یوه نقل درولیږم. دریمه دا چې نقلونه يي جناح او زما په خیال حیدري ته ورکړل شوي دي. څلورمه دا چې هغه (ظفرالله) بېشکه د دې تالیف پخپله غاړه نه شي قبلولی، د هغه دستاویز د زیات نه زیات پبلیستۍ (خپرولو) په غرض د مسلم لیګ د منظورۍ لپاره تیار شوی دی.
وایسرای وضاحت ورکوي چې مسوده خو زما په وینا تیاره شوې ده، خو ظفرالله چونکه قادیانی دی، نو که مسلمانانو ته پته ولګیږي چې دا منصوبه د یوه قادیاني په لاس جوړه شوې ده، نو هغوی بیا شک کوي.
وایسرای څومره ډاډه وو او په ډاګه لګیا دی چې د دې یوه کاپي جناح ته ورکړل شوې ده چې مسلم لیګ دا منصوبه منظور کړي او د دې مشتهرې وکړي. یعنې دا چې د جناح پالیسي او د مسلم لیګ سیاست شي.(د ترجمې پای)
سر اکبر حیدري ته یوه کاپي په دې غرض ورکړل شوېده چې د دې لپاره مالي امداد د هغوی په ذمه وو. دې تاریخونو ته غور پکار دی. دا خط وایسرای په ۱۲ / ۳ / ۱۹۴۰ ع کې لیکلی دی، منصوبه خو يي مخکې لیږلې وه او مسلم لیګ هغه منصوبه په ۲۳ / ۳ / ۱۹۴۰ ع په لاهور کې د قرارداد پاکستان په نوم پخپل سالانه اجلاس کې تصویب کړه چې مشتهري ورته ورکړي ( یعنې د خپل ګوند په نوم يی تبلیغ او مشهوره کړی، زما زیاتونه)
مارچ کې د ظفرالله د ایګزیوکټیو ــ کونسل د ممبرۍ میعاد ختمېده، هغه ته د دې خدمت په عوض کې
 توسیع ورکړل شوه ( یعنې د دندې وخت يي نور وغځېده، زما زیاتونه)
د مسلیم لیګ د دې تجویز د پاس کولو نه دوه ورځې پس، وایسرای په ۲۵ / ۳ / ۱۹۴۰ع کې لیکي:
As Congress are putting forward a preposterous claim which they know is incapable of acceptance , he (Jinnah) equally will put forward just as extreme a claim, of the impracticability of realizing which he is probably just as well aware, but the existence of which will, while reaffirming the Muslim attitude of hostility to Congress claims take away some, at any rate, of the damaging charge which has hitherto been levelled against them (Muslim League) that they have nonconstructive ideas of their own.
ترجمه:
لکه چې کانګریس یوه احمقانه دعوه کوي او هغوی ته پته ده چې قبلېدای نه شي. نو هغه(جناح) به هم دغه شان یوه انتهاپسنده دعوه وکړي چې د هغې د ناقابل عمل حیثیت نه به هغه هم ښه خبر وي، خو د هغې په وجه به هغه نه صرف د کانګریس د دعوو په هکله د مسلمانانو د دوښمنۍ اعاده وکړي، بلکې پر مسلم لیګ د دې الزام خلاف تبلیغات چې ګنې هیڅ تعمیري نظریات نه لري، هم لږ څه راکم کړي.(د ترجمې پای)
وایسرای غریب خو دا چیغې وهلې چې څه منصوبه وړاندې کړي، خو چې په دلالانو پوره نه شوه، نو مجبورآ يي پخپله منصوبه وړاندې کړه. دلته هم که ورته په غور وکتل شي، نو په مسلمانانو يي څه کار نشته، د کامیابولو او کامیابېدو درک يي نه لګي، وايي چې جناح پوه دی چې کار د کېدو نه دی، خو پيرنګی خپل غرض ترسره کوي، یو د کانګریس سره دوښمنۍ ته مسلم لیګ راویستل او دوهم مثبت او تعمیري تجویز. سړی چې ورته ګوري، نو زه وایم چې دا پیرنګیان به څومره خوشالېدل چې دا د ګلابو ماتابو لوبه يي جوړه کړې وه او ګوډاګي يي ګډول!
یادونه:
وایسرای هند: په برتانوي هند کې د انګریزانو لوړپوړي چارواکي ته وایه شي
 وزیر هند: د انګلیستان په کابینه کې هغه وزیر (معمولآ د بهرنیو چارو وزیر) ته ویل کیږی چې د برتانوي هند له چارو سره په کابینه کې سروکار لري.
کانګریس: د باچا خان، مهتما ګاندي او لال نهرو په مشرۍ د یوموټي هندوستان لوی ګوند
 مسلم لیګ: د محمدعلي جناح په سرخېلۍ د پيرنګي په لاس جوړ شوی ګوند
 د ۲۰۱۷ کال د اګست ۱۳ مه
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery