مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ورېښم لارې اقتصادي ارزښت او سیاسي لیدلوری

ژباړن: شفیق الله یوسفزی


 ژباړن: شفیق الله یوسفزی

 ورېښم د لارې اقتصادي کمربند (New Silk Road Economic Belt) به چین د مرکزي آسیا او لویدیځ آسیا له لارې له اروپا سره ونښلوي، د ځمکني ټرانسپورټ لوړ قیمت د دې سبب شو چې چین د سویل ختیځ آسیا هېوادونو، افریقا او اروپا سره د نښلېدلو لپاره د ورېښم د لارې اقتصادي کمربند ترڅنګ د ورېښم سمندري لاره (Maritime Silk Road) هم تر خپل لاس لاندې ونیسي. د ورېښم د لارې اقتصادي کمربند په منځنی آسیا کې د چین د ګاونډیو هېوادونو او د ورېښم د لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو لخوا د تود هر کلي سره مخامخ شو.

په لومړي ځل د ورېښم د لارې اقتصادي کمربند په 2013 م کال کې د چین د ولسمشر لخوا د مرکزي آسیا او د سویل ختیځ آسیا هېوادونو څخه د لیدنې په مهال مطرح شو او په همدې کال د اندونیزیا په پارلمان کې د چین ولسمشر د خپلې بیانیې پر مهال د ورېښم سمندري لارې څخه هم یادونه وکړه.
”یو کمربند او یو واټ ” چې د ځمکني، هوايي او سمندري زیربناوې، د اوسپنې پټلۍ او د انرژې د لېږد شبکې په کې شاملې دي، د نړۍ 64 هېوادونه او څلورنیم میلیارده وګړي سره نښلوي. دا پروژه نه یواځې اقتصادي ګټې لري بلکې مختلفو تمدنونو ته د نښلېدو زمینه مساعدوي او په سیمه کې فرهنګي او ټولنیزو اړیکو ته هم پراخوالی ور کوي.
د آسیا په سویل ختیځ کې د اندونیزیا، مالیزیا، فلیپین، سنګاپور، ټایلینډ، ویتنام، لاووس، برونشي، میانمار، کمبودیا او ختیځ تیمور، د آسیا په سویل کې د نیپال، بوتان، هند، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا او مالدیف، د آسیا په لویدیځ کې د ایران، عراق، ګرجستان، ارمنستان، آذربایجان، ترکیه، سوریه، اردن، اسراییل، سعودي عربستان، بحرین، قطر، یمن، عمان او کویټ، د ختیځ او مرکزي اروپا آلبانیا، بوسنیا، کرواسیا، بلغاریا، چک، استونیا، هنګري، لیتویا، لیتوانیا، مقدونیه، رومانیا، پولنډ او صربیا، روسیه، بلاروس، اوکراین، ملداوی او نور خپلواک هېوادونه او په افریقا وچه کې مصر، هغه هېوادونه دي چې د ورېښم د لارې په اوږدو کې پراته دي. چین د ورېښم د لارې غواړي خپل د فولاد، مس، سمنټ او المونیم صادرات د ورېښم د لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته ورسوي، دا پروژه به د اروپايي او آسیايي هېوادونو مارکیټونو ته د چین د صادراتو مخه د پخوا په پرتله ډېره خلاصه کړي.
د پخواني ورېښم لارې د بیارغوونې موخه د سویل ختیځ آسیا، مرکزي آسیا او د اروپايي هېوادونو سره د چین د سوداګرۍ او اړیکو پرمختیا او د زیربناوو د پرمختګ لپاره د چین د کورني پانګې او ظرفیتونو لوړول دي. چین د ‘’یو کمربند او یو واټ” پروژې د تمویل لپاره او د نړیوال بانک لخوا ددې پروژې زیربنا ته د نه پام په غبرګون کې د آسیا د زیربناوو د پانګوونې بانک (Asian Infrastructure Investment Bank -AIIB) په 2014 م کال کې د 56 هېوادونو او د 100 میلیارده ډالرو بودیجې سره تاسیس کړ. انګلستان، استرالیا او سویلي کوریا د امریکا متحده ایالات د طمعې خلاف د AIIB غړیتوب تر لاسه کړ. تر اوسه پورې 34 هېوادونه او نړیوال سازمانونه، چین سره د دې پروژې د تطبیق او د شرایطو د مساعدولو لپاره موافقتنامې لاسلیک کړي. د ورېښم د لارې د پراختیا صندوق هم د څلویښت میلیارده ډالرو په ارزښت رامنځته شوی. چین د ورېښم د لارې پروژه د یو نظر (د یو برابر پالنې، سولې او رفاه) څخه تر ستراتیژۍ پورې پیاده کوي.
د امریکا متحده ایالات د ورېښم لارې د پروژې په غبرګون کې د امریکا پاسیفیک مشارکت (Trans Pacific Partnership - TPP) چې د معنویاتو له اړخه په سیمه ایزه همپالنه نومول شوې، د سوداګریزو خنډونو د کمولو او د سوداګرۍ د اسانتیاوو د یو برابر پالنې په موخه رامنځته کړي دي.
استرالیا، سنګاپور، سویلي کوریا او ویتنام د آسیا د بیخ بناوو د پانګونې بانک، ورېښم د لارې او د TPP غړیتوب لرونکي دي.
اوسمهال د هنګري او سایبریا ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غزول پيل شوي او په اندونیزیا کې د چټکې اوسپنې پټلې باندې هم کار پیل شوی او د چین– لاووس، چین – تایلنډ د نښلولو شبکو رغونه هم په لاره اچول شوې ده.
کله چې د خلکو د فرهنګي معنویاتو او ارزښتونو ترمنځ همغږي رامنځ ته شي او په بېلو سیمو کې د فرهنګونو د معنوي او فزیکي ورته والو تر منځ عقلي او عملي تړښت پیدا شي، نو د ورېښمو لار د سوداګرۍ په پراختیا او د نړۍ د بېلو وچو تر منځ د فرهنګونو او ټولنیزو دودونو په راکړه ورکړه کې اغیزناک او بنسټیز رول لوبولی شي.
د ورېښم د لارې پروژه یو له سترو او مهمو پروژو څخه ده چې نړۍ يې تر دې دمه شاهده ده، دا پروژه د آسیايي همپالنې سره ډېره مرسته کوي او د دې پروژې په اوږدو کې د ټولو پرتو هېوادونو د اقتصادي پرمختیا سبب شوې او د ټولې سیمې له رفاه، سوکالې او د امنیت په تامین کې به مرسته وکړي. د ورېښم د لارې پروژه د آسیايي، اروپايي او افریقايي هېوادونو ترمنځ یو ډول همکاري ده، په نړیواله همپالنه کې د مهم ټکی او د سترو نړیوالو ګټو سره د سترو اقتصادي ګټو غوټه کوونکې ده. ورېښم لاره هغه وخت کولای شي چې د نړۍ د مختلفو لویو وچو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیت او د پراخو فرهنګي او ټولنیزو بدلونونو په پراختیا کې بنسټیز رول ولوبوي، چې د سیمه ایزې همپالنې د ارزښتونو او د سیمه ایزې همپالنې د معنویاتو ترمنخ عقلي او عملي تړښت رامنځته شي.
د سیمه ایزې همپالنې معنویاتو بیلا بیل اړخونه (د مشترک سوداګرۍ په اړه پالیسیو کې د قوانینو او مقرراتو تدوین، د سوداګرۍ، ګمرکي او ټرانزیټي خنډونو له منځه وړل، د سوداګریزو اسانتیاوو پراخول، د سوداګرو او پانګوالو لپاره مشترکه ویزه، د ازادې سوداګرۍ ساحه او د ګمرکي تعرفو په اړه سره موافقې ته رسیدل) دي.
د سيمه ايزې زېربنا جوړول, د اوسپنې پټليو جوړول او تمديدول, د انرژۍ د لېږد د شبکو رامنځته کول او د هوايي, سمندري او ځمکني ټرانسپورټ د زېربنا رامنځته کول د سيمه ييزې همپالنې بنسټيز عناصر جوړوي.
د چین د ورېښم د لارې پروژه د خپل ستر لګښت سره، د دې هېواد د سوله ایزو (Peaceful rise) سیاستونو ظهور د یو نوي نظم نړیوال او سیمه ایز تعریف دی. چین د ټولو نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو په غونډو کې د ورېښم لارې د پروژې اهمیت، اړتیا او هېوادونو ته يې ددې پروژې ګډو ګټې مطرح کړي دي او دا مسله يې په سیاسي، اقتصادي او رسنیزو غونډو او په ملی او نړیوالو اکاډمیکو مرکزونو کې په سم ډول تر بحث لاندې نیولی، همدارنګه ډیر مفهومونه او ادبیات يې د دې موضوع د هر اړخیز کولو لپاره رامنځته کړي دي.
چین د سترو اقتصادي طرحو او پروژو (لکه د ورېښم د لارې ستره پروژه) په تر سره کولو سره (چې د نړۍ ګڼو هېوادونو لپاره ډېری فرصتونه برابروي) غواړي خپل سیاسي او امنیتي سیالانو ته داسې وښايي چې په مهمو ستراتیژیکو سیمو کې د جګړې او نظامي ګرې د تعریف او نقشې له لارې حضور پيدا کول پای ته رسیدلې او په معاصره نړۍ کې سوله ایز سلوک او روشونه لکه اقتصادي همپالنې، د ستراتیژیکو ګټو په تامین او د هېوادونو د څو اړخیز قدرت په تعریف کې ډېره ګټه لري. له بلې خوا د چین ولسمشر په نظر کې لري چې په نړیوال او سیمه ایز مسلحانه شخړو کې د دخالت څخه پرته (چې د یو هېواد قدرت او ځواک اوبه کوي) خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي موخې لاسته راوړي. د ورېښم د لارې پروژه د نوي عصر جیوپولیتیک رامنځته کوي.
د نړۍ په سترو سیاسي او اقتصادي معادلاتو کې د آسیا ډېریدونکی اهمیت ته په نظرکې نیولو سره، د سیمې ستر سیاسي، اقتصادي او امنیتي ظرفیتونه، د سترو قدرتونو د سیمه ایزې همپالنې سیاستونه لکه چین (د ورېښم د لارې پروژه)، (ختیځ هند ته سیاسي کتنه)، د آسیا زړه يې د سیمې او له سیمې ور هاخوا د مختلفو پالیسیو او ستراتیژیو د تقاطع ټکي باندې بدل کړی چې د زغم او نه زغم دیپلوماسي يې له ځان سره درلود.

د ورېښم د لارې په پروژه کې د افغانستان رول
 په 2014 م کال کې د چین او افغانستان د ولسمشرانو په ګډه اعلامیه کې د ورېښم د څلور لارې اقتصادي کمربند ته په اشارې، هیله څرګنده کړې چې د ورېښم د څلور لارې اقتصادي کمربند به نه یواځې دواړه هېوادونه (افغانستان او چین)، بلکې د سیمې ټول هېوادونه سره نښلوي او د سیمې هېوادونو د پرمختګ سبب به وګرځي. د افغانستان وګړي هم هیله من دي چې د سیمې هېوادونو سره د ورېښم د څلور لارې اقتصادي کمربند د نښلېدو له امله به افغانستان هم د خپل دوست او ګاونډي هېوادونو په کتار کې د پام وړ پرمختګونو ته لاسرسی پیدا کړي.
د چین دولت له نظره پدې پروژه کې د افغانستان ګډون د سویلی آسیا، لویدیځ آسیا او مرکزي آسیا د هېوادونو نښلولو لپاره ډېر مهم دی.
د چین دولت د هغو مشورو څخه په ګټې اخیستنې چې د افغان حکومت سره يې سرته رسولي، د ورېښم لارې د پروژې د تطبیق غوښتونکی دی. دا یوه جامع طرحه ده او ټول هغه هېوادونه چې د وریښم لارې په اوږدو کې پراته دي، په دې پروژه کې ونډه لري او دا پروژه یواځې چین پورې تړلې نه ده. طمعه ده چې د ورېښم لاره د بدخشان د واخان د درې له لارې افغانستان له چین سره ونښلوي.

چین د وریښم د لارې رغونې ته لیواله دی، ځکه د دې لارې پواسطه کولای چې په اسیايي او اروپايي هېوادونو کې نوو بازارونه ته لاسرسی پیدا کړي. د وریښم څلور لاره کولای شي د افغانستان له لارې، منځنۍ آسیا هېوادونه د سویلي آسیا سره او همدارنګه د ختیځ او لویديځ آسیا هېوادونه د اروپا سره ونښلوي. د افغانستان جغرافیايي موقعیت د هېوادونو د نښلولو لپاره ځانګړې اهمیت لري او دا موقعیت کولای شي چې په آسیا او اروپا کې اقتصادي وضعیت سره مرسته وکړي.

د افغانستان جغرافیايي موقعیت د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ او په سیمه ایزو تعاملاتو کې د یو ارتباطي پل په څېر مهم رول له پخوا لوبولی دی، همدارنګه هلې ځلې روانې دي څو افغانستان د یو سیمه ایز فعال دیپلوماسې په چارچوب کې خپل ځای په دې ډول سیمه ایزو همپالنو کې تعریف او تثبیت کړي. افغانستان په تېر کې د سویل، ختیځ، لویدیځ آسیا او مرکزي آسیا په نښلولو کې مهم او بنسټیز نقش د ورېښم د لارې پواسطه سر ته رسولی وو.

د چین هېواد مشرتابه په دې وروستیو کې د افغان دولت سره د ورېښم لارې پروژې د اجرا لپاره د مشورو غوښتوونکي شول او پدې وروستیو کې د افغانستان او چین دولتونو ترمنځ د ورېښم لارې اړوند یوه هوکړه لاسلیک شوه، چې پدې پروژه کې د افغانستان ګډون په اړه د چین د لیوالتیا ښودنه کوي.
د اسیا زړه په پروسه او د ریکا کنفرانس کې د ورېښم لارې پروژه د اعتماد جوړونې په تدابیرو کې د موخو ټاکل او د عطف ټکی حسابیږي او له بلې خوا سیمه ایزې زیربنايي پروژې چې اوسمهال د زیربناوو د اعتماد جوړونې تدابیر د استانبول ـ آسیا زړه په پروسه او د ریکا په کنفرانس کې تر بحث او ارزونې لاندې دی، د چین د دې پروژې په بریالیتوب سره پای ته رسیدو کې مرسته کوي. د چین ورېښم لارې پروژه چې په لوړه اندازه پانګوونې سره تر سره کېږي، افغانستان يې لیواله کړ څو د ورېښم لاره د افغانستان له لارې (Silk Road Through Afghanistan) موضوع د ریکا په شپږم کنفرانس کې چې تېر کال په کابل کې تر سره شو، محوري موضوع شي.
د موجوده زیربناوو بشپړول چې دوه یا څو هېوادونه سره نښلوي، د امکان سنجې مطالعات او د نوو زیربناوو جوړول لکه د لارجورد لاره (افغانستان-ترکمنستان، آذربایجان- گرجستان- ترکیه)؛ د چین- قرغزستان-تاجیکستان- افغانستان- ایران‌ اوسپنې د پټلیو جوړول، د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هند ټرانسپورټي دهلیزونه چې په سیمه کې مهمې پروژې دي، د استانبول ـ آسیا زړه پروسې او د ریکا په کنفرانس کې د سیمه ایزې زیربنا لپاره د اعتماد جوړونې تدابیرو په چارچوب کې عملا مرسته کوي، څو د ورېښم لارې اقتصادي پروژه په بریالیتوب سره بشپړه شي.
د هغو اقتصادي ګټو له امله چې د ورېښم لارې پروژه يې لري، افغانستان باید د سیاسي او تخنیکي مذاکرو له لارې په دې سترې اقتصادي پروژه کې خپل ځای او رول تعریف کړي، د افغانستان دولت د سیمه ایزو اقتصادي برنامو د اجنډا په سر کې د ځای موندلو لپاره د چین جمهوری دولت سره د اړیکو پراخولو او قوي کولو هڅې وکړي او اوسمهال د پخواني ورېښم لارې د بیارغونې په بهیر کې دې د افغانستان تاریخي ځای او رول تثبیت کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery