مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کابل پوهنتون د سیاست په حمام کې

عطاء الله خان حیران

له هېواد او ولس سره تر ټولو ستره جفا داده، چې نظامي، خدماتي او پوهنیز تدریسي بنسټونه یې سیاسي شي، د فاع وزرات، امنیت، کورنیو چارو وزات،روغتیا وزارت، د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت دا هغه بنسټونه دي چې باید له سیاسته لرې وساتل شي ددې سیاسي کول هېواد د نامعلوم بحران خواته د وړلو په معنی دي.
د نړۍ دویم مفکر او د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني به د کرزي د واکمنۍ پرمهال هم دا خبره کوله او د کمپاینونو پرمهال به یې هم په سترو سترو غونډو کې دا خبره کوله چې زه به نظامي بنسټونه او پوهنیز بنسټونه له سیاسته پاکوم یعنې هغه وخت غني په دې پوهېده چې دا هرڅه سیاسي شوي دي.
نن پنجشیر کې د پولیسو او د ملي اردو پر پوستو د افغانستان د ملي بیرق پرځای د جمعیت د ګوند بیرق لږېدلی وي د ملي قهرمان ورځ د یوه ګوند د بیرق له سیوري لاندې نمانځل کیږي خیرخانه کې د ډېرو خلکو پر کورونو د ملي بیرق پرځای د جمیعت د ګوند بیرقونه لږېدلي وي.
نن همغه اشرف غني چې ویل به یې ( زه به نظامي او پوهنیزبسټونه له سیاست نه پاکوم) له پوهنتون څخه سیاسي حمام جوړ کړی دی هغه خلک چې دا کابل او همدا پوهنتون یې د خپلو کورنیو جګړو پرمهال لوټې لوټې کړ نن په همغه پوهنتون کې د همغو ټوپکوالو عکسونه لږېدلي دي د شرم خبره خو لا دا ده چې په پوهنتونو کې خلک د اکاډمکو شخصیتونو انځورونه لګوي د غني د لوړو زده کړو وزیر او د پوهنتون ناز دانه رييس په برکت د ټوپکوالو انځورونه د پوهنتون دننه لګېدلي دي او خلک یې ننداره کړي.
هغه څه چې دې خلکو د غني د واکمنۍ پرمهال وکړل د خپلې واکمنۍ پرمهال یې نشو کړی او نه یې دا جرت کولی شو رباني واکمن وه نه یې د سقاو زوی له قبره راویست او نه یې پوهنتون کې د چا عکسونه ولګول خو د مفکر د واکمنۍ پرمهال هغه څه چې هېڅ افغان تصور نشوی کولی چې غني دې واکمن وي او داسې کانې دې وشي، تر هغې بتر وشول.
نور خو ترې هسې هم شړېدلې ده درېغه چې له پوهنتون څخه خو یې سیاسي حمام نه وی جوړ کړی.
د ملي وحدت حکومت له پیل نه تر دې دمه په درواغو وعدو روان دی له پيل نه تر دې دمه د ولس په سترګو کې خاورې شیندي غني په کورنۍ سیاست کې هغه ناکام سیاست وال دی چې بېلګه یې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې نشو پیدا کولی که چرته د غني په بهرني سیاست خبره کو تر غني پوخ قوي تکړه سیاستوال مو له دې وړاندې نه دی لرلی.
له جنګسالارانو سره د غني د مکر اختلاف اود مکر جدو جهد نور خلکو ته معلوم شو.
د هېواد اقتصاد که لږ راسم شوی وي خو د ملت اقتصاد له سفر سره زرب شو کارنشته بې عدالتي اوج ته رسېدلې ده امنیت ورځ تربلې خرابیږي فساد په غټه کچه به راکم شوی وي خو په ټيټه کچه تر پخوا څو چنده زیات شوی دی د ننګرهار غوندې ولایتونه په باړه بدل شول په ټيټه کچه دفساد له وجې نه ولایتونه ولسوالۍ له سقوط سره مخ شوې دي له حکومت څخه د هیچا سترګه نه سوزې حتی داسې فکر هم نه کوي چې د حکومت په نامه هم څه شی شته او کنه غني له ارګ څخه خبریږي چې په فلانۍ حوزه کې د حوزې امر نشته خو د کورنیو چارو وزیر ترېنه نه خبریږي غني خپله راځي خو وزیر ته نه شي ویلی او نه ترې پوښتلی شي چې دا هرڅه ولې داسې دي شوکې غلې تښتونې په کابل غوندې ولایت کې چې پلازمینه ده ولې ؟
 غني دې له پوهنتون څخه سیاسي حمام نه جوړوي دا هغه څېرې دي چې د زمزم اوبه یې هم نشي پاکولی ددي خلکو د بربریت نښې لاهم د کابل په یوشمېر ودانیو او په یو شمېر ستنو باندې نقش دي نو پرهمدې اساس له غني څخه غواړو چې پوهنتونونه له سیاسته لرې وساتي او خپل شعار دې برعکس نه عملي کوي.
د پوهنتونو څخه سیاسي حمامونه جوړول مو له یو بل بحران سره مخ کوي چې پایله یې تر اویایمو کلونو څخه راته خرابه ښکاري.
له پوهنتونو څخه سیاسي حمامونه جوړول مو د هېواد راتولونکی له خاورو سره خاورې کوي.
غني د هرې پېښې مدیرت داسې کړی دی چې په ترڅ کې یې بله پېښه را پيدا شوې ده د غني خبرې برعکس عملي کیږي څو ورځې وړاندې یې د پوهنتون له استادانو او زده کړیالانو سره په ناسته کې ویلي و چې هر څوک دې په مورنۍ ژبې زده کړې وکړي دا د هرچا حق دی او داحق اساسي قانون ورکړی دی هغه خو ونه شول خو په ترڅ کې یې هغه څه وشول چې هر افغان ورته ګوته په خوله دی چې دا څه روان دي.
د پوهنتون رییس بې کفایته دی د غني د لوړو زده کړوسر پرست وزیر له هرڅه نه ناخبره او ویده انسان دی چې دا دواړه باید له دندو ګوښه شي کنه د هیواد راتلونکی مو تبا دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery