مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خدای دی خوار کړه نظاره له دې غلو سره

محمود نظری

 

 

 منم دي یاره لږ تیز سه
 ورو ځې لږ په خیز سه
 وخت لکه باد تیریږي
 خاین ته چوپ یې لږ په ستیز سه
***


یو وطنپرست اخته دی له خاینانو پېنځو سره
 خدای دي خوار کړه نظاره له دې غلو سره
 په سپینه زیږو نه شرمیږي کوي خیانت او غلا
 د ملت په سترکو ننوخي دخپلو مردارو بوټو سره
 د داسي ملت د امنیت له حاله دي خدای تعالی ساته
 چې سلګونه شیرخوره جنرا لان لري له چوشکو سره
 هلته چي دیو کام په نوم یو وزارت سور ټاپه کیږي
 خدا ی دی ورک داسې وزارت کړي له ښو کړو سره
 هغو چې وطن لوټ کړ لا یې هم بې خاره واکمنان دي
 خدای دی خوار کړه زوروره له دې زنانه نخرو سره
 چې د پاچا زور نه رسیږي په خپل یو ډنګر مامور
 خدای دي خوار کړه امره له خپلو دې انټیکو اکټو سره
 کله د زمري په پېښو پېښو د زمریتوب دعوا کیږي
 خدای دي خوار کړه امره په دې پیشو پیشو سره

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery