مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ؤلسمشرمحمد اشرف غني په نیویارک کې دئ

محمد انور ولید


خوپاکستان هم ګواښونه کوي ، هم مرستې غواړي اوهم د ننواتې ځولۍ ګرځوي 

هوښیارانوویلي : چې نه کار،هلته دې څه کار. چې له اورسره لوبې کوې ، آخربه په کې سوځې . چې ماران ساتې ، چیچل کېږې به هم . چې کرې ، هغه به رېبې . خوراځۍ وګوروچې د دغولاسوهنواواختلافاتو د تارسرچېرې دئ ؟ 
لسګونه کلونه تېرشول چې په افغانستان کې د پردیوموخوله پاره پردۍ جګړې روانې دي ، خوپه ډېرتأسف سره باید ووایم چې دداسې غرضي جګړوځاني اومالي قربانۍ اوبیې تل افغانانوپرې کړې دي .علت یې په څه کې دئ ؟ ولې د افغانان مشرتابه او افغاني ټولنه تل داغیاروله کسات اوبدلې سره مخ ده ؟ ولې خپل آرام اوسا اخیستوته نه پرېښودل کېږي ؟ ولې دافغانانوپه فرصتونوباندې چورګډ دئ ؟ ولې د افغانانوملي کورنۍ مشرتابه دغلطوسیاستونوپه مارکېټ کې لیلامېږي ؟ ولې یې له هېواده بهراوپه هېواد کې د ننه د هرکس اوناکس پرسرد مشرانو او د مشرۍ د وره ګړي د ستارونه وروتړل ؟ ولې د لرغوني افغانستان اوافغانانود برخلیک پرسرپردي سیمه ئیزدلالان په خپلوکې چنې سره وهي؟ دافغانستان جغرافیه اوافغانان خود خپل تاریخي قدامت اولرغونتوب د سند له مخې ټولې تړۍ ته معلوم دي ، نوبیا دپردوګاونډیانوپه دې خاوره اوددې خاورې د بچیانو په برخلیک کې څه کاردئ ؟ ولې یې قومي ، ژبني ، توکمي اوسمتي اورونه په کې بل کړي دي ؟ ولې یې مارانو ته په خپل لستوني کې ځای ورکړی ؟ اوس یې چې دغه ټول کښت اوکروندې په خپل لاس کرلې دي ، نورېبل یې هم پردوی باندې دي اومزه به یې هم خپله وڅکي .
پاکستان له خپل ماشومتوبه څخه ترنن پورې په افغانستان کې خپلې ناروا اوله شرمه ډکې لاسوهنې کړې اوکوي یې . ځکه پاکستاني چارواکې په افغانستان کې په لاسوهنوباندې معتاد دي . د پاکستان ترجوړېدومخکې برتانوي استعمارهم په افغانستان کې د خپل نیواک له پاره خپلې مذبوحانه لاسوهنې کولې ، په افغان شاهزاده ګانو کې یې د واک د لېونۍ مینې تشه درک کړې اوموندلې وه ، له هغې تشې څخه په سؤاستفادې سره یې همغه واک ته تږي شاهزاده ګان یودبل په وړاندې حمایه کول اوسره جنګول چې له کبله یې درې ځله د افغانستان پرځمکني حریم باندې د تېري زمینه ځانته پرې برابره کړه ، خو له نېکه مرغه چې د افغانستان د اصیلو زامنو له خوا له شرمېدلې ماتې سره مخ شول .
اوس پاکستان هم د خپلوبادارانودهمغه زاړه میراث او پالېسي بوی بې سده کړي اود همغه زاړه خوب  تعبیرګام په ګام پالي . یوځل یې په (۱۳۵۴) لمریزکال کې د افغان مجاهدینوله حضورڅخه غلطه ګټه پورته کړه ، مجاهدین یې په پښتواودري دوو برخوسره ووېشل ، په هغوی کې یې یوه داسې خام ښاخ ته لاس ورکړچې کېدای شي ‌ذوالفقارعلي بوټوبه هغه د خپلې مفکورې ملګری باله اوهم به یې له (۱۹۱۹) زیږدیزکال را وروسته بغاوت سره تړاو درلود .ځکه چې هغه بغاوت خوهم د استقلال ګټلو په ټس کې انګرېزانوله بنو او وزیرستان څخه راټوکولی او را منځته کړی ؤ او پاکستاني جنرالانوهمغه وړې او مړ ژوندې رېښې ته بیا له سره اوبه ورکړې ، را ویې ټوکوله ، دا رېښه د یوه پوځي زوی ؤچې په پټه پاکستاني پوځیانوولمساوه اودهرډول پوځي ، مالي ، سیاسي اواستخباراتي ملاتړژمنې یې ورسره وکړې ، د جهاد پروخت یې وروسته له (۱۳۵۷) لمریزکال څخه د چترال له لارې په شاه سلیم باندې نوموړي ته ټولې مرستې خپله پوځیانو وراستولې اوافغان سپېڅلی جهاد یې له همغې ورځې څخه د ملا په تيرسره نیم کړ.
خوکله چې په افغانستان کې دثورد اوومې سره کودتا وشوه ، نفیرعام اعلان شواوبېګناه افغانان څوک ګور، څوک زندان اوڅوک هم پردیوهېوادوته ورټېل وهل شول ، ورسره جوخت د پاکستان د سودا بازیواودرامدغواهم لنګه اوپه لسګونوخوسکي یې وزیږول ، چې له هغوڅخه یوازې (اووه ) یې وپائېدل اود جهاد اصلي او ذاتي څېره یې پرې وربدله کړه ، ځکه دوی خپله په ډان ورځپاڼه کې د افغان مجاهدینو په مشرانوباندې ملنډې وهلې او پسې لیکلي یې وو چې :
( سېون جاکر آف ده پشاور) . پاکستان لومړی افغان مجاهدین په (اوو) ټوټوسره ووېشل ، د افغانانوملي یووالی ،عقیده وي ، ملي ، سیاسي ، مالي او نظامي سنګراومشرتابه یې ټول کورنیواختلافاتواوځانځانیوته وسپارل . خپلمنځي دښمنۍ یې په کې را وټوکولې ، چې په دې کارسره یې له یوې خوا د پاکستان په خاوره کې د روسي ټانکونو د غوبل جوړولومخه ونیوله اوله بل پلوه یې له امریکې څخه پوځي اومالي مرستې پرې ترلاسه کړې . خپل پوځ ، خپلې خزانې او خپل ګودامونه او د مهماتو انبارونه یې پرې ډک او وپنځول . بلخوایې په افغانستان کې د خپل ځان اونورې نړۍ له پاره د مداخلواولاسوهنوزمینه پرې برابره کړه . ځکه د عربو له شېخانو څخه یې هم پیسې پرې اخیستې اوهم یې د عربي نړۍ یاغیانو ته په خپله خاوره ( پاکستان ) کې پټن ځایونه برابرکړي وو .
د جهاد پرمهال یې روسان په پښتنوباندې ووهل ، د پخواني شوروي اتحاد هغه لویه امپراتوري یې ورباندې ړنګه کړه چې د کمونېزم په پوچه مفکوره یې جوړه کړې وه ، پاکستان یې پرې وژغوره ، خوځاني اومالي زیانونه یې پښتنوته پرې ورواړول اود خپلوپلرونواوانګرېزانوکسات اوبدله یې د روسانواود هغوی د پلویانوپه لاس ترې واخیستله ، ولې ددې پر خلاف یې د افغانستان واک د شرمښ په وېش په راؤلپېنډۍ کې له روسانو سره په توافق یوې پښتون ضد ډلې ته په لاس ورکړ، ورپسې یې دمجاهدینوله مشرانوڅخه د جهاد واګې په خپل لاس کې ونیولې اوسپېځلي جهاد ته خائن ځینې جهادي قوماندانان یې په (4(4X  ډاټسنوباندې واخیستل ، همدغه ډول مجاهد نما ولې په اصل کې د جهاد ضد قوماندانانود پاکستاني مقاماتو په اشاره هلکان له یوې پوستې څخه بلې ته ورواده کړل ، په مجاهدینو باندې یې د شراوفساد او پاټکي نوم کېښود ، همجنس بازي وروستي حد ته رسېدلې وه او د طالب په نامه خپل پوځي حرکت او یرغل  ته یې زمینه پرې برابره کړه ، کورنۍ جګړه یې ورباندې تحمیل اوپیل کړه . دافغانستان ملي اردویې ورباندې ړنګه ، په مېلیونونومیله سپکې اودرنې وسلې یې په خپلمنځي جګړوکې ورباندې برباد اوکباړکړې . دافغانستان عام ؤلس یې پرجهاد اومجاهدینوبې باوره کړ، چې بالآخره یې خپل ځان جوړ، اوافغانستان یې ورباندې بې ثباته اووران ویجاړکړ.
ورپسې یې د طالبانو نا پېژانده ډلګۍ پرې را وړاندې کړه ، خو په څنګ کې یې ورسره دالقاعده ډله هم د مجاهدینو په لیکو کې تنظیم کړه ، چې بیا وروسته د طالبانوپه نظام کې سیمې اونړۍ ته وغځول شوه . د جهاد اومجاهدینو تمثیل او د اسلام د سپېڅلي دین د قرائت اوعملي کېدو واک د ( آی اس آی ) اوالقاعده په لاس کې ولوېد .
د سپتمبر د (۱۱مې ) نېتې مصنوعي پېښه د طالب رژیم په ړنګېدواوقرباني کېدو سره را منځته شوه. خو دا ځل د ترورېزم په پلمه د نړیوالوپه ملاتړد پاکستان د عائداتواوباج ګیریو باز یوځل بیا د پاکستان د واکمنانو پرسرورکښېناست چې بیه یې یوازې افغانانوترنن پورې پرې کړې اوپرې کوي یې . دا ځکه چې په افغانستان کې رژیمونه د پردیوله خوا ړنګېږي ، خوجوړېږي هېڅکله نه . ځکه په افغانستان کې د رژیم جوړول او ړنګول داسې دي لکه د مداري په لاس کې د ماراوموش خرما جګړه چې د بسوګۍ واده به هم په کې تېرشي ، خو د زرګري ژبې په دې جګړه کې به نه  د افغانستان رژیم په قلاره پاتې شي اونه به افغانستان په کې ورغېږي . ځکه د تسلیخ اود بدن د اعضأوو پرېکولوله پاره یې داسې حرفوي اومسلکي ډاکټران اومافیایي دلالان پرسرولاړدي چې نه یې د وینې بهېدو د بیې پروا سا تي اونه هم د افغان وجود د ژوبلېدو ، معیوبېدواو وژل کېدو . بس ددوی د افغان بدن یوازې غړي په کاردي . ځکه خو په افغانستان کې جهاد روا ـ او په پاکستان کې ناروا ګڼي .
په افغانستان کې د ترورېزرم په وړاندې جګړې پرسرغرب او شرق ټول په یوه شکل نه په یوشکل لاس سره یوکړی ، چې هدف یې کټ مت د سوریې په څېرد افغانستان ړنګول ، ژوبلول اوبې ثباته کول دي اوبس ، خوپاکستان تل له دغوټولوذیدخلواوښکېلواړخونوسره دافغانستان په برخلیک باندې خپلې ناروا معاملې اوموخې جاري ساتلې دي ، ځکه روسانودداعش په پلمه د (پنځوس میلیارده) ډالروخبره اوژمنه د افغانستان د ځپلوله پاره ورسره کړې وه ، له امریکې یې هرکال (دوه میلیارده) ډالراوله چین څخه یې په (لس ګونومیلیارده ) ډالرد ګوادربندر، داسو بند رغولو اوپرډېورنډ کرښې د اغزن سیم غځولو او کټارولګولوله پاره ورکړي ، له عربي نړۍ یې چې کومې پټې او ښکاره مرستې ترلاسه کړې هغه خولا پرځای پرېږده .
پردې سربېره یې دهغوامریکایې کانتینروکاروانونه هم په لسګونوځلې لوټ کړل اوپړه به یې پرپاکستانې طالبانوور واچوله ، کوم چې په هغو کې به د امریکې پرمختللې وسلې اومهمات باروو . وروسته به یې کانتینرو ته اورورواچاوه . پاکستاني مقاماتوپاکستاني طالبان د همدې موخې له پاره جوړکړي وو. ځکه دوی پخوا په راؤلپېنډۍ کې چې کله سټېنګرتوغندي غلاکړل ، دوی هغه مهال هم د مجاهدینوعمومي دیپو ته د امریکایي سټېنګروترغلا کولو وروسته اورورواچاوه .
پاکستان د افغانانو، افغان رژیمونواوافغان خاورې په وړاندې ځکه دا دریځ خپل کړی چې په پردۍ خاوره کې خپله غیرقانوني د استعمارپه لاس جوړه شوې جغرافیه ددووقانوني لرغونوهېوادو( افغانستان اوهند ) د ژرند ود پلونوترمنځ محسوسوي او ډارېږي چېرې نه چې ترمنځ به یې که نن وې یا سبا ، پاکستان اوړه اوړه شي . ځکه خود خپل ځان د قانوني ثابتولو په خاطرپرافغانستان فشارونه راوړي ، ترڅوافغانستان مجبو کړي د ډېورنډ منحوسه نا پېژندل شوې کرښه چې د په رسمیت پېژندلوهېڅ امکان یې نه شته ، په رسمیت وپېژني ، له همدې امله پاکستان د توغندیزو بریدونو، نویو تاڼو او نویو دروازو جوړولو ته دحاکمونقطوترلاسه کولواود افغان اوبوخپلولوپه موخه هرډول تخریبي کارونوترسره کولوته په قصدي توګه اوږه ورکړې ، ترورېستان اوځانمرګې افغانستان ته را لېږي ، په مسلمان افغانستان کې جهاد روا او په مفسد فی الارض هېواد (پاکستان ) کې یې ناروا بولي .
 د پاکستان پخواني لومړي وزیرنوازشریف د خپلې واکمنۍ پرمهال په راؤلپېنډۍ کې ویلي وو چې ( ما پاکستان ته ډېرلوی  خدمت کړی دئ ځکه چې د افغانستان زرکلنه اردو مې ورته ړنګه کړه ، جمهوررئیس پرویزمشرف په خپله خوله اعتراف کړی ؤچې طالبان پاکستان جوړکړي وو،اود بهرنیوچارواوسني وزیریې بیا ویلي چې په کابل کې د زنبق څلورلارې کې څلورتنه برید ګرله پاکستان څخه ورغلي او په کابل کې چاودنې ته نږدې کوم سفارت کې غلي شوي او بیا یې چاودنه ترسره کړې ده .
خواوس چې امریکه د پاکستان په دوه مخې پالېسۍ او منافقت او درغلیو باندې پوهه شوه ، خپلې مرستې یې ورباندې بندې کړې ، پاکستان د خپل ملاتړله پاره خپله قبله روسیې اوچین ته ورواړوله ، په طالبانو باندې یې له روسانو سره معامله وکړه ، هغوی یې روسیې ته وروړل ، پر روسیه باندې یې وپلورل ، خو ډېرژرسپک وختل . روسیې له پاکستان سره د ( پنځوس میلیارده) ډالرومرستوسر وښوراوه ، خوڅه وخت چې ورباندې پوه شوه چې پاکستان ورسره په دې لوبه کې غلط ګېم وهي ، نو روسیې هم مخ ترې واړاوه ، ځکه روسیې هم په آسیایي غوڼده کې اعلان وکړ چې ترورېستي ډلې په پاکستان کې دي اوپاکستان د ترورېستانوکلک ملاتړی هېواد دي اوباید په سیمه ئیزاونړیوال فشارسره پرپاکستان باندې فشارونه زیات شي ، ترڅو د ترورئیستانو له ملاتړه لاس په سرشي . 
 هند د پاکستان له پاره بل سرخوږی جوړشوی دئ چې له افغانستان سره ورځ تر بلې دهند ددوستۍ ټينګېدواوپوځي اوملکي مرستوله امله د پاکستان له سترګو خوب الوتی او د نا آرامیو په سمندرکې یې ورلاهوکړی دئ . پاکستان ډارېږي چې بلوچستان یې له لاسه ونه وځي اوپه دې ورځوکې د بلوڅانو فعالیتونه په بلوچستان ا و اروپا کې ډېرشوي ، ځکه خو پاکستان له سو ېس څخه غوښتي چې په خپل هېواد کې د بلوڅانو پرفعالیتونو بندیزولګوي . 
چین په پاکستان کې خپلې پانګونې کړې اوګرمواوبوته یې د پاکستان له خاورې لاره موندلې ده ، له بل لوري چین په سیمه کې د خپلې اقتصادي ودې یوازینی خنډ امریکایي حضوربولي ، له همدې امله په ظاهره ځان د افغانستان د کشالې د حل یوازینی درېیمګړی بولي ، خو په پټه له پاکستان څخه خپل ملاتړښیي .
دا مهال چې له پاکستاني چارواکو څخه د حل لاره ورکه شوې او لکه هوښیاره مرغي په دووغبرګو پښو د خپلوکړوچمونو په لومه کې بند پاتې دئ ، اوس د اوښ پرپچه سپوردئ اوکشمیرولي ، ځکه امریکې ته یې هم اخطارونه ورکړي چې ګواکي  دابندیزونه به امریکې ته په ګرانه تمام شي . خو بل لورته بیا وایي چې امریکا دې طالبان هم په خبروکې شریک کړي .له بلې خوا بیا وایي چې امریکا دې ځینو نوروهېوادوته هم په خبروکې د ګډون حق ورکړي . البته له دې ګډون څخه د پاکستان موخه هغه هېوادونه دي چې په خبروکې د پاکستان په ننګه نظرورکړي ترڅوافغان کشاله یوځل بیا د نړیوالو له پامه وغوځوي اوڅنډې ته یې کړي ، دوی اوبه خړې کړي اوخپل کبان په کې ونیسي . ځکه د افغانستان موضوع د پاکستان له پاره دوبۍ ده دوبۍ . څومره عائدات چې له دې لارې ترلاسه کوي هغه په پاکستان کې نه شي ترلاسه کولی .
اوس چې افغان ؤلسمشرښاغلی محمد اشرف غني نیویارک ته رسېدلی دئ ، د سفر موخه یې داده چې هلته به د ترورېزم ، د ترورېزم د ملاتړو ، د ترورېزم د تولید ، د ترورېزم د تمویل او د ترورېزرم د صادرولواوپټن ځایونوپرسرخپلې ویناوې نړیوالوته واوروي اودامریکا له  ؤلسمشرټرمپ سره به هم په دې اړه وګوري او د افغان پوځ او د هېواد د بیا رغونې او بشپړ ملاتړ په اړه به ورسره خبرې وکړي .
له همدې امله پاکستان خپل وارخطا کړی اوس هڅه کوي چې هم له امریکې سره خپل ځان پخلا کړي ، هم مرستې پرې ترلاسه کړي اوهم د افغانستان کړکېچ نورهم ژورکړي او جګړه به نوره هم په کې وغځوي .
خوکه امریکایي مشران د ګیدړپاکستان دغه ډول درواغجنواوغولوونکوخبرواوسیاستونو ته غوږ ونیسي ، نوامریکه به هم دا ځل د روسیې په څېرپه (۵۲) ټوټوسره وشړوي . ځکه پاکستان خود خپل عادت له مخې دا مهال هم ګواښونه کوي ، هم مرستې غواړي اوهم د خپلې ننواتې ځولۍ ګرځوي .خو که امریکې په دې ځولۍ کې دا ځل پاکستان ته څه ور واچول او د تېروغلطیوحساب کتاب یې ورسره ونه کړ، دا فرصت به یې هم له لاسه ووځي ، نوبیا به د خپلوغلطیو پورهمغه هېوادونه پرې کړي ، څوک چې د افغانستان پر ضد د پاکستان ځولۍ ورډکول غواړي .
نړیوالې سرمشریزې ته په کارده چې له دې وروسته په اصلي بڼه افغانستان په خپلو پښو ودروي ، د ترورېزم ځالې په هغو هېوادوکې ور ونړوي او مالي او پوځي سر چینې یې ور وچې کړي چې ترورېستان ، د ترورېستانو پټن ځایونه اوملاتړي یې په کې شتون لري .    
            

 


   
        
 
 
 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery