مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سوله څه په کار ده

محمود نظری


 ټول هوښياران مومرییان د زور سول
 دمریي ا و بادارترمنځ سوله څه په کار ده
 ټول بې غیرتان مو د لاس اله د زور سول
 د بی غیرتو تر منځ سوله څه په کار ده
 تولعنت افغانان غوړه مالي ته سینګار سول
 د تولعنتو سره بیا سوله څه په کار ده
 وطن ټول دجهاد په نوم پاک صفا چور سو
 نور دچور چپاول لپاره سوله څه په کار ده
 دسولې غزله دلته هر بې طاقته په ترنم وایي
 له مور پلور نکي سره بیا سوله څه په کار ده
 دا سوله یوازې دمریي د خولې غلبلې دي
 ددوو مرییوتر منځ بیا سوله څه په کار ده
 ناتو جنګي مرکز د امریکا او اروپا دی
 جنګی مرکزونو سره سوله څه په کار ده
 د سولې په بوغارو هر مریی دنیا ختا باسي
 د ابته خلکو سره بیا سوله څه په کار ده
 سولې د جنګی ډلوتر منځ تر سره کیږي
 د تکړه بګیلانو سره سوله څه په کار ده
 په دې نظام کې ډول ډول ناروا پلورل کیږي
 د ناروا د خپریدو لپاره سوله څه په کار ده
 چغال او چرګ طبیعي نه سره جوړیږي
 دچغال اوچرګ ته منځ سوله څه په کار ده
 دبل مرییان ټوله ورځ کابلي پلو چټي
 پلو خور ته کچري شوله څه په کار ده
 ددې نظام مشران ټول ناروا مفتخوران دی
 ناروا مفتخورانو سره سوله څه په کار ده
 غل د کور د خاوند سره کله جوړیږي
 د دواړو تر منځ بیا سوله ښه په کار ده
 سوله د ویښ ولس او غلو تر منځ کله کیږي
 د پسونو او شرمښ تر منځ سوله څه په کار ده
 سوله هله راځي چې اشغال له منځه ولاړسي
 په خپله مځکه له دښمن سره سوله څه په کار ده
 چې په سوله کې اعتماد اخلاص او صداقت نه وي
 دذاتي تور او سپين تر منځ سوله څه په کار ده
 چې قابیل مړسو د بې عقلي د لاسه د هابیله
 اوس د قابیل او هابیل تر منځه سوله څه په کار ده
 څه چې پردو غوښتل هغه یې په سپينوسترګو وکړه
 هغو ته د شاباش لپاره سوله څه په کار ده
***


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery