مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتیکا: په یوسف خېلو ولسوالۍ کې لس وسله وال مخالفین ووژل شول.

راحیله جواد

د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه ۳:۰۰ د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د سنګر په نوم د سیمه ایزو پولیسو په پوسته برید وکړ چې په ځوابي برید کې لس طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
جګړې یو نیم ساعت دوام وکړ او سهار څلور نیمې بجې د مخالفینو په ماتې سره پای ته ورسېده.
د وژل شوو مخالفینو له ډلې د رمضان په نوم د یوه طالب جسد په سیمه کې پاتې شوی او نهه نور جسدونه یې له ځانه سره وړي دي.
د معلوماتو له مخې په یاده پوسته شا وخوا درې سوه وسله والو مخالفینو برید کړی و او له مخالفینو یو شمېر وسلې او مهمات هم په سیمه کې پاتې شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery