مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-10-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

آیا زه کوم بیغیرته یم !؟

محمود نظري

 

زه کوم بیغرته یم چي پلار وطن مي پروت وران دی
زه کوم بې همیته یم چي مور وطن مي دبل ډیران دی
ز ه پېنځه زره کلن تاریخ لرم ته خبر یې که نه!؟
زه کوم دووس یم چې د بل وطن راباندې ګران دی
زه کوم لیونی یم چې خپل وطن په پوراوافغانی پلورم
زما وطن زما لخوا یوازي په نغده ډالر پیسه قربان دی
***

زموږ خلکو والا سمي پښې نیغي غځولي مړه دي
دوطن په چاره کې والا سم کنګل نیولي ساړه دی
یوازې خپله غټه ګیډه پيژني او د هغه اتومات لفت
هر خاین ته یې والا پر مځکه سر ايښي په سجده دي
څوک خوشمړي زیرمه کوي څوک یې بهر ځغلوي
د وطن ژغورولوقیام ته والا لکه تور کاڼي کاڼه دي
پر بدو تر ښو ډیر ویاړي او خورا ډیر افتخار کوي
اشغال ښه بولي په سترګويي د بیغیرتي سپین رانجه دي
***
دمرداریو په صفتونه لکه زلغوږي نه مړیږو
دمردارو تعریف کې مو خوله لکه سمساره ایله ده
ټوله ورځ په اشغال او د بل په آزادي ویاړ کوو
خوښه مو دلوی او ووړ یوازي سیاسي توکم پالنه ده
په غلا او ملي شتمنیو په وړولو کې ښه تیز رفتار یو
هر یو مو د مردارو په ځغلولو کې خزدکه مرغټانه ده
مرداري هم خپله په مزه څټو هم یې په خپل اولادو څټو
اولادونه مو حرمونی سوه ځکه مرداره یې اب اودانه ده
وجدان مو په تراټ تښتیدلی اوس یوازې جو دان لرو
وايو ټوله یې خوري مرداره راته سوې پاکه حلاله ده
څوک چي مردار ته حلال وایي سوټي ورته ګوري
په سوټي وهل نه دی هلته ددې خلکو لپاره بله معامله ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery