مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ارګ د جنت ننداره

محمود نظري

 

 

 ولي مسلمان دي ډیر تر ټولونورو بندګانو ډارن؟
 دوږخ ټولو ته دی مګر مسلمان تري دی ډیر کرکجن
 دنیا په ځان نار کړي نامالوم نار ته د نه تګ په پار
 اخیر دنیا او اخیرت دواړه پرځان حتمي کړې ګلخن
***

زړه خوړین سیاستوال دمخ پر تخت ناست وه په جنت کې
 شاوخوا یې ناست وه هغه چې پټ وه په ستر خیانت کې
 تر شا یې هره خوا ناست پر تختونه لوی لوی ډانګیان وه
 هر خوا پتاوي ته لوڅ لغړ پراته لوی لوی ږیږې سیکان وه

 د غلو، زناکارو وطنپلورو او ډانګیانو ډک وو ټول جنت
 هلته ټول اوسیدل چې دهیواد وه مخ تور او تو نالت
 چې افغانستان کې یې بې خاره د بیګناهانو قتلونه کول
 په هر معامله کي يې غلا، سر زوري اودماشوم چمونه کول

 هغه چې د جهاد په نامه يې خپل وطن پاک صاف چور کړ
 د وطني خلکو په سرونو یې تود د توردښمن سوړ تنور کړ
 دسیاسي قاتلانو په کښې هر یخوا لکه دصوفیانو حلقې وي
 په هر تخت د بې ګناهو قتلونو خورا خوږې خوږې کیسې وي

 شاوخوا د تختونو دطبیعت ډیره ښه ښکلې منظره وه
 د حورو او غیلمانو هر خوا ته سیاسي ادبي هنري ننداره وه
 هلته هریو لوی پوچک یوه ښکلې حوره له لاسه نیولې وه
 زناکار او خاین بربنډه ښکلې د اوږو د پاسه سپره کړې وه

 یولوچک سورکړی چرګ نیولی په ژیړو غاښو کې کلک
 نیولی په یوه لاس کې جام په بل لاس کې له پښو هلک
 هر ملازم هر وطن پلورنکي ته کوئ غوړ عسکري سلام
 انسان وژونکو، غلو او لوچکانو ته هرچاکوئ ادبي احترام

 هرې خوا ته ونې ډکې د رنګارنکوطبیعي اومو میوو وي
 هرې خواته صافی ویالې د شها تو، اوبو میو او شیدو وي
 یو له بوټو سره موښتی دوطني شهاتو په لویه ویاله کې
 بل سره شراب څښل په لپه لپه نه په ګیلاس او پياله کې

 یو دډیرو اومو او کچه میوو له خوړولو سوی وو ټمبه
 دغاصیبانو په لاس کې وه د جنت د ویشلو لپاره چونه او تمبه

 ما د یوې ښکلې ملایکې څخه وکړه ورو په تعجب پوښتنه
 ددې ښکلي جنت د اصلي کتابي نوم او د ادرس ګرویږنه

 هغې په ناز ویل دا دارګ جنت دی ، مالک یي دی جهاني دجال
 دلته هغه استراحت کوي چې دی دا فغانستان دبدماشي رجال
 چې ومي لیده پر یو تخت ددوو سره لغتې سوکونه او حملې سوې
 د ډالرو د اوریدو په ټولولو کې د ویښتانو شکول او غلبلې سوې

 په خلاصیدو کې یو سوک په ما ومښت زه له ګټه لاندې غوزار سوم
 ددې جنت دنندارې د ښه خوږ او دروند خوبه رابیدار سوم
 پورته سوم له ځایه دا چې له هغو نه وم له خدایه سوم شاکر
 د دې خلکو به لیدو مې، زار زار وژړل په حال د دنیا د دویم متفکر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery