مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ملي یوالي حکومت او د پایلوچانو ګواښونه

صاحبزاده آحمد توانا

 له څه مودې راهیسې چې د ملي یوالي حکومت ته د لنډغرو او پایلوچانو ګواښونه پیل شوي هیوادوالو هره ورځ ددغې ضد ملي او خاینې طبقې د پیژندلو او معرفت ښه فرصت موندلای دی . د تیر حکومت میراث پایلوچان او لنډغر د خپل ظاهر او باطن په راویستلو هره ورځ د ملي وحدت حکومت ته ګواښونه کوي او سترګې پرې سرې کوي .
په دې کې شک نه شته چې ددغې طبقې کوښه کول چې د کرزي د حکومت په ۱۴ کلنه فاسده دوره کې یې کلکې ریښې ځغلولي دي ګران کار دی خو هرڅومره چې ګران دی هومره اړین او ضروري هم دی . دا هغه کسان دي چې له ویشه په تالان خوشحاله دي او د قانون تسلط د ځان لپاره لوی خطر ویني او تر اخره به هلې ځلې کوي چې ټولنه د قانونیت په طرف له تلو منع کړي .
دوی په خپل کم عقل او نشو زپلو مغزو داسې فکر کوي چې ټول هیواد نالوستی او جاهل دی او دوی به یې کله د اسلام ، کله د جهاد په نامه او کله هم د ټوپکو په ګواښ د ځان په هکله نیک باوره وساتي خو دې ته پام نه کوي چې کله دوی خوله خلاصوي او درافشاني کوي حتا نالوستي او بیسواده هم وربانې پوهیږي چي پایلوچ او لنډغر دي .
ګرده ټولنه په یوه خوا او دوی په بله خوا ، دوی بیا کله کله د قانون لفظ هم داسې په خپلو خبرو کې کښته پورته کوي لکه دوی چې قانون لوستای شي او یا یې کومه ماده تفسیر او تفصیل کولای شي .
د دغه لنډغرو او پایلوچانو له جملې څخه به د مشت نمونه خروار په بیلګه د ننګرهار ظاهر قدیر او د کندهار لالی را واخلم چي په دې ورځو کې د پایلوچۍ په لوړ مقام کې دي ، د عطا نور او جنرال عبدالرازق له بغاوته وروسته اوس دوی هم حکومت او ولسمشر ګواښي ، تیره ورځ ولسمشر د ولسي جرګې له وکیلانو وغوښتل چې خپل حیثیت وپیژني او د وزارتخانو په دروازو کې کمیشن کاري پریږدي که نه نو په رسنیو کې دې رسوا شي ، ولسمشر د خپلې حیا له مخې هغوی ته د رسوا کیدو خبره وکړه که نه نو ملت خو ټول خبر دی چې دغه دلالان او کمیشن کاران حیثیت نه لري او په کراتو کراتو دز با پشتاره رسوا شوي او د حکومت ځینو زړورو استازو د ملي شورا په تالار کې ددوی د غلا او فساد خبرې کړي خو په شرم هغه شرمیږي چې شرم پیژني ، چې شرم نه پیژني هغه به څه وشرمیږي .
مونږ د قانونمندې ټولنې غوښتونکی او د پایلوچو او لنډغرو څخه په تنګ راغلی اولس خو دومره بې حوصلې شوي یو چې هره شیبه مو زړه ته راځي چې د حکومت دا زور نو څه وخت پکاریږي چې د ظاهرقدیر په شان بوس بادو او د لالي په شان پایلوچ حکومت دومره ګواښي ، خو حکومت بیا وایي چې (سیند د سپي په خوله نه مرداریږي ) .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery