مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پاس پرآسمان هم د سیالوخواووترمنځ سیالۍ روانې دي

محمد انورولید


دا خو په ټوله نړۍ کې یوه معروفه خبره ده چې وایي : (هرڅه خپل حد لري .) په فطري نړۍ کې هم دا یو ښکاره ثبوت دئ چې هر ژوندی شی په خپل ذات اوخپل وجود کې پرته له وحید الحجروي موجوداتو څخه د مېلیونونو حجراتواوسلولونوڅخه جوړه یوه نړۍ ده اوپه وجودي نظام اوسیستم کې دننه یې په فعالانه اوژوندۍ بڼه د روح ګاډی چلېږي چې محروقات اود سون مواد یې خپل غذایي رژیمونه ، تېل یې په رګونواوشریانونوکې د وینې روان بهیردئ چې د نامرئي انرژۍ رېښې  یې له مغزي قوماندې څخه د یوکارد کولویا نه کولوامرونه اخلي او خپل سوله ئیز ژوند پرمخ وړي .

نباتات هم دېته ورته سیستمونه لري چې غذا اواوبه د خپلو اړوندورېښو له لارې ، اوتنفس اوافرازات یې د اُسموس او مېتا بو لېزم په طریقه ترسره کېږي ، چې د شپې له خوا د خپلو پاڼوله لارې کاربن مون اکساید اواضافي اوبه خارجوي اود ورځې بیا غذایي مواد ، اوبه اواکسیجن اخلي اوپه ځمکه اوآزاده هواکې د هرنبات حریم د نبات د ودې ، تولید او تکثرپه تناسب څرګند اومعلوم دئ . خو داسې چېرې هم نه دي شوي چې ددنیا د هغه بل څټ څخه دې کوم څاروي یا نباتات ددنیا ددې مخ څاروي یا نباتات پسې واخلي ، هغوی دې له خپلوسیموفرارکړي او پرمېنو باندې یې دې هغوی خپل غوبل اواتڼ جوړکړي .   

سربېره پردې د کائناتود نړۍ په دغه ژوندي مخلوق کې دفاعي سیستمونه هم فعال دي چې له خپل توان اوطاقت سره سم د ځان ساتنې اوبقأ په خاطرله بېروني ټکرسره د تصادم پرمهال د خپل ځان په بیه عکس العملونه ښیي ، ځکه پرخپل حریم باندې د بل تېری نه مني ، نه د خپلې اروا ګاډی د بل پرحریم اوجغرافیه ورننباسي اونه هم د بل چا اروا ته په خپل وجود کې د ننه ځای ورکوي ، دا ځکه چې د وجود دغه مقدره جغرافیه دهمغه وجود د خپلې اروا له پاره جوړه او هغه یې خپل ملکیت دئ ، په دغه ملکیت کې بل ته د تصرف واک اواختیارځکه نه مني چې د اړوند وجود د ټولوفعالوارادي اوغیرارادي سیستمونود مرګ اوژوند برخلیک یې د خپل ذاتي قانون له مخې له همدې خپلواکې قدرتي محدودې سره تړلی دئ .

د کائناتودعالم ټولې هستۍ د خپل ژوند د بقاء له پاره همدغه ډول جغرافیې لري چې یوه یې د خپل وجود ، اوبله یې د خپل وجود څخه د باندې د معیشت برابرولومحیط اوجغرافیه ده ، د بېلګې په توګه : [[ د ټولو ژوندیو موجوداتو له پاره ځمکه محیط ټاکل شوی ، ځکه چې په ځمکه کې اوبه دي ، په اوبوکې اکسیجن شته ، او ژوند پراوبو سره کېدای شي ، که اوبه نه وي ، نو ژوند هم نه شته . ]]

د اوبود ټولوغیرناطقوژویواودهغوی د ډولونوحریمونه اوجغرافیې هم معلومې دي اود هوا د مرغانوهوایي لارې اومحیطونه هم سره بېل دي . ددښتو، ځنګلونو ، غرونو، کڅ ، مېرواوشاړوځناورځایونه اورنګونه هم معلوم دي اود اهلي څارويوهم . د هرفایلم ، سب فایلم ، کېنګ ډم اوسب کېنګ ډم حدود ، مزاج ، تولد ، تکثر، محیط او رنګ له یو بل څخه بېل دي . خویوازې خینې ناطق انسانان دي چې له خپلوخدای ور کړوعلمي اوعقلي پانګو سره سره یې د خپل تاریخ په اوږدوکې خپلې ټولې فطري پولې اوجغرافیې د ځمکې پرمخ ، ترځمکه لاندې ، په وچه اولنده ( براو بحر) اوآن په هوا کې یو د بل په وړاندې سره نړولې دي . نه یې په وچه کې انصاف ته ځای پرې اېښی ، نه په اوبواونه هم په هوا کې . بس په براو بحراوهوا دری واړوکې یې د خپل نفس د اژدها له ستوني هرڅه تېرکړي .

هو! د انسان مزاج ( خوی خصلت اوحرص) چې کله پرحیواني محیط ورګډ شي ، نو ترحیوان ورآخوا پرداسې کړو وړوکې ځان ښکېل کړي چې هغه کارونه نورپه انساني قاموس کې پرته له طامع او شره خلکو څخه بل ځای نه موندل کېږي .   

یوازې همدغه ډول انسانان دي چې نه یې د سمندرونو پراوبو تنده ماتېږي ، نه د ځمکې پرخاوروباندې مړېږي، اونه یې هم دآزادې خدایي هوا د تسخیرولوله لارې دهوایي کیسوجهازونه ډکېږي . دغه ډول انسانانوخود لمریزنظام په چاپېریال کې تم ځایونه هم وموندل ، هوایي سفینې یې هم هوا ته وتوغولې ، بس د خپلې اقتصادي غریزې د اشباع اوخپل جیب ډکولو په خاطریې د ځمکې اومریخ ترمنځ د ستوریزترانسپورټ مزلونه هم پیل کړل ، له دې لارې یې په میلیاردونوډالرکرائیې را ټولې کړې ، ځکه دا د ماده پرستانو د اقتصادي پیاوړتیا اوددوی د درامد ترټولوښه اوارزانه وسیله ده .

د هوا اوهَوَس پرنیلۍ سپروخلکوهم په پټوسترګو پرته له تعقل او فکرکولوڅخه پرخپل ځان ، خپل ژوند اوخپل برخلیک باندې د سودا بازي دا معامله ورسره ومنله ، له خپلوخپلوانو یې هم تلپاتې مخه ښه پرې وکړه ، ځکه هغوی بیا ځمکې ته نه را ستانه شوي او نه به را ستا نه شي . بس لکه د لېوانو دلاریون په شکل یې ساده انسانان د پسونوپه څېرله شپانه څخه را بېل کړل او په لاره کې یې پاس په هوا د ځمکې او نورو سیارو ترمنځ د جاذبې په صفري نقطه کې معلق خوشې کړل .

په اوبوکې ددوی د اوبتلي سیالیواوغلطو سیاستونوله کبله سونامې را منځ ته شوې اوپه بحري ژویو باندې د قتل عام وبا ګډه شوه ، انترک تیکا براعظم مصنوعي زلزلودری ټوټې کړ، قطبي یخچالونه ویلې شول ، اقلیمي وضعیت د ټولې نړۍ په کچه بدلون موندلی ، د جګړو په آزمون ځایونوکې هوا یي بمباریواوځمکنیوچاودنو د ګلخانه یې غازونوطبقات تشکیل کړي چې له امله یې په قطعي توګه پاس هوا ککړه کړي اولاندې پرځمکه یې اوبه ککړې کړې دي ، چې په هوا کې د تنفس کولوله پاره نورهغه د پخوا په څېرطبیعي آکسیچن نه موندل کېږي ځکه چې د سیالوخواووترمنځ پاس په آسمان کې هم سیالۍ اومسابقې روانې دي .

اوس خوچې د ځمکې پرسرد قیامت کومې نښې نښانې را ښکاره شوې ، د هغه قیامت آسماني کاني نن پرافغا نستان ، عراق ، سوریه او فلسطین باندې را پرېوتي دي .

نن سبا د کابل په دغه کوچیني ښارکې چې په هېڅ نړیوال معیاراو سټنډرډ حالت نه دئ جوړشوی خواوشا ( اووه نیم مېلیونه ) هېواد وال د مختلفووجوهاتواوعواملوله امله مېشت دي ، د پردیورا باندې تپل شویوجګړواود ژوندانه د نورومجبوریتونوله امله د خپلې بېوزلۍ په جرم د ژمي په سړواود اوړي په سوځنده تودو ړنګواو بېدیاووکې پرته له څه کارروزګارڅخه داسې پراته دي اود ژوندانه خپلې شپې ورځې شماري چې نه د خوړوڅه په کې مومي اونه د څښاک اوبه لري ، دا خولا پرځای پرېږدئ ، آن د تنفس له پاره هغه خدایي اکسیجن هم ورباندې قطع شوی اود خپل نتفس پرمهال د خدایي اکسیجن پرځای خاورې ، دوړې ، دود ، زهرجن کېمیاوي ، بیولوژیکي اوذروي غازونه تنفس کوي .

دغه ډول مصنوعي فضاء چې همدا نن افغانان ورسره مخ دي پخوا چېرې د افغانستان په تاریخ کې هم نه وه موجوده . خوعلت یې څه کېدای شي ؟

علت یې ښایي داوي چې په دې هېواد کې پرله پسې نیابتي پردۍ جګړې ، تیري ، یرغلونه او ښکاره لاسوهنې روانې دي . زموږ په هېواد کې پرته له څه ځنډه پوره (۳۹) کاله جګړې وشوې اوزموږهېواد د پردیووسلواومهماتو په آزمون ځای بدل شوی ، دغه ډول پردیورا باندې تپل شویوجګړونه یوازې دا چې زموږد خلکوژوند واخیست اومالي اوځاني تلفات یې را اړولي دي ، بلکې هغوګاونډیانواومافیایي بانډونوهم د ترورېزم په نامه جګړې کې ډېرې ګټې وکړې چې زموږ په خاوره کې یې پردۍ جګړه ترنن پورې توده ورباندې ساتلې ده ، باج یې دوی اخلي اوځاني اومالي پوریې افغانان پرې کوي . همدا لامل دئ چې زموږ په هېواد والوکې سرطاني ناروغۍ خپل اوج ته رسېدلې اوراتلونکي نسلونه زموږ له سؤ شکل سره مخ دي .

څوک چې د بېوزلۍ او بېسوادۍ په لومه کې بند پاتې دي ، هغوی د سیالوخواووله خوا داسې ښکارګرځېدلي چې ؛ یابمونه ور پورې تړل کېږي وژ‌ل کېږي اویا هم ترهوایي بریدونولاندې په ډله ئیزشکل له اصل اونسل سره یوځای له منځه ځي . دغه ډول وژنې په انساني بازارونوکې بیه اوارزښت هم نه لري ، ځکه که یې لرلی ، نو له (۱۳۵۷) لمریزکال څخه را په ایسته ترنن پورې د مېلیونو نو وژل شویواوژوبلوافغانانواود هغوی د اقتصادي خرابیوغرامتونه تراوس پورې کوموجیبونوته لوېدلي اوچا د افغانانو پرسر ، مال او ناموس باندې خپل سوړتجارت روان کړی ؟

خو دا څه ډول معاملې دي چې سړي د افغانانو په کې وژل کېږي . ځمکې اوجایدادونه د افغانانو په کې له منځه ځې . ملي یووالي اوملي نظام ته د افغانانو په کې صدمه رسېدلې . د ځمکې له خوا انتحاري اود هوا له لوري هوایي بریدونه پرافغانانو باندې ترسره کېږي . کرلي ماینونه اوچټله هوا اوچټلې اوبه د پټ دښمن په څېرله افغانانوسره په جګړه اخته دي . امنیتي ګواښونه د افغانانو په برخه  رسېدلي . دین ، فرهنک او معاشره د افغانانو په کې ځپل کېږي . ځمکنۍ زېرمې ، تاریخ اوهویت د افغانانو په کې غلا اومسخ شول .

د خپلوسیندونواوخپلواوبوله غاړې افغانان له تندې په کې مړه شول . په خپلو ځمکنیو شتمنیوکې افغانان له لوږې مړه شول . له خپل کور، کلي اوښارڅخه افغانان کډه کېدوته اړشول . له خپلو ټولوملي اوقانوني حقونواوواک څخه افغانان ایسارپاتې شول . اغزن تارونه د افغانانو پرسینه باندې وغځول شول .کور، کلي اوخپل خپلوان د افغانانوسره بېل شول . پردۍ جګړې پرافغانانو باندې وروتپل شوې . د پردي تورید ، پردي مارکېټ او پردي تجارت له کبله افغانان له خپلوکورنیو تولیداتو، پیداوارو او صادراتوڅخه محروم ساتل کېږي .

په نا قانونه توګه د افغانستان له اوبو څخه د افغانستان ګاونډیان ناوړه ګټه اخلي اود اوبو خپلو لواوغیر مدیریتي سیستم له امله د افغانستان ټولې سرحدي سیمې د افغانستان ګاونډیانو نا امنه کړې دي .

د تریاکوجګړه یې بله ستونزه ده چې تراوسه پورې یې دافغاني بشري قوې د ټول نفوس لسمه برخه ورفلج کړې ، ځکه (۳۳۰۰۰۰۰) تنه افغانان همدا اوس په پوډرو باندې اخته دي ، خو ګټه یې د کورنۍ ، سیمه ئیزې اونړیوالې مافیا په لاسونوکې لوېدلې ځکه همدا سږکال د افغانستان له تریاکوڅخه (۱۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰) امریکایي ډالرګټه مافیا ته په لاس ورغلې .

د ځمکنیوملي زېرمو ناقانونه کیندنې اوغلاګانې بله ستونزه ده چې د مافیا په لاس وړل کېږي اونا امنۍ اوقرباني یې د افغانستان د خلکو ، امنیتي ځواکونو او افغان نظام په برخه رسېدلې ده .

په افغاني نظام کې د ننه پرله پسې د ځینوسفارتونواو( پي آر ټي ) ګانوله خوا منا فقانه لاسوهنې اود افغانانود ملي یووا لي ضد یهودي پارونې بله ستونزه وه چې لومړی یې په لوی لاس آن د بڼ له لومړي شړېدلي قرارداد څخه نیولې بیا ترنن پورې یوازې یوڅو تنوته د نړیوالې ټولنې لاس رسی وشو اونورټول ملت ته یې نه یوازې شا پرې ورواړوله بلکې ورباندې ویې ځپل ، د جګړې قراردادونه یې ورسره لاس لیک کړل ، د (۲۰۰۰) کیلویي بمونو دغورځولو ټینګار یې پرې کاوه ،  اولادونه یې له تعلیمه پرې ایسارکړل .

 د ګوتو په شمار دغوڅوتنود ټول نظام اصلي وارث یوازې خپل ځان ګاڼه اونوریې ټول دښمن ګڼل . پښتانه یې د پاکستان ، ایران ، روسیې ، تاجکستان اوځینونوروګاونډ یوسره په تفاهم اوملاتړباندې چورلټ د واک له دایرې څخه وایستل ، ځکه خو یې په نظام کې د ننه اداري پراخ فساد ته لاس واچاوه اود نړیوالې ټولنې ټولې (۱۵) کلنې مرستې اوکورني ګمرکي عائدات یې په خپلو منځوکې سره ووېشل او افغانستان همداسې وران ویجاړ پاتې شو.

ددې له پاره چې دغو ټولویادو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي ، زموږ هوا او اوبه صافې شي ، ټول افغانان اړدي چې باید د زړه له اخلاصه پریوه ملي متخصص مدیریتي محورباندې تریوه ملي قیادت او یوه جنډه لاندې د خپل ملي هویت او ملي یووالي د تحفظ په خاطرپه افغان شموله توګه سره راټول شي . خپل ځان ، خپل نظام ، خپل ملي هویت او خپل ملي یووالی خپلو ګاونډیانواونړیوالې ټولنې ته په عمل کې ورو پېژني ، بیا به زموږ ګاونډیان اړنړیواله ټولنه خپله مجبوره شي چې د افغا نانو ترڅنګ ودرېږي او دا هېواد پرته له کوم اخ وډب او نا امنیو څخه د یوه سالم مسلکي مدیریت په شتون کې پرخپلو پښو ودرېږي ، افغانانو ته به په خپل کورکې کارروزګار پیدا شي ، افغانستان به د افغانانو په لاس خپله آباد ، ښېرازه او سمسورشي ، افغانان به په کې خوندي ، آباد ، بسیا اوو پنځېږي . خوکارباید اهل کار اوملي ګټو ته ژمنوکسانوته ورکړل شي ، نه حرفوي آزمویل شووملي غلوته . د اجیرواومزدوروکړیوځنځیرونه باید په ملي روحیه سره وشلېږي . ترڅو افغانستان ، د افغانستان خلک او افغان نظام د منافقینو له منافقانه پرازیتوڅخه پاک اوخوندي پاتې شي . هو! د خلاصون او نجات یوازینۍ لاره همدغه ده .      

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery