مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-17   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

گيله !

حبيب الله غمخور
په کوزه پښتونخوا کي دسياسي گوندونونه غټه گيله ! که دوي په رشتيا افغانستان خپله پلارنۍ خاوره بولی نوبايد همدا اوس دپاکستان پرخلاف راپورته سي . دپاکستان دجوړېدونه ددې هيوادچارواکودافغان ولس پرخلاف له هيڅ ډول لاس وهنې،مداخلې اوتيری نه ډډه نده کړې . يو وخت یې دشوروی پرخلاف دجهادپه نوم دخپلو نوکرانو په وجودکي تنظيمونه جوړ کړه چې رېښه یې ان له هغه وخت نه کله چې سرادار داود خان لمړی وزير وو اودپاکستان پرخلاف یې دملی سفربری امر وکړ اودکابل ښار دهيواد دټولو ولايتونونه په زرگونو راغلو ځوانانو ډک سواو دولت ورته هرچيري خېمې ودرولې چې دوي ځاي پرځاي کړي . کله چي امريکا اوروسيې درک کړه چي دافغانانو ملی احساس راپارېدلی اوپه ښور راغلی دپردې شاته ددواړو زبرځواکو دتفاهم له مخې چې هر زبرځواکي خپله گټه واخيستل په ډير مهارت داودخان دې ته مجبورکړ چي دپاکستان پرخلاف له جگړې تيرسي . خوهغه وخت هم دډيورنډ دلعنتي کرښې دېخواته افغانانو پر خپل قوت اوزور تکيه کړې وه ،چې متاسفانه هغه وخت هم موږ دکوزی پښتونخوا دسياسي گوندونونه دکوم بربنډ ملاتړ خبره وانه ورېدل سو . خبره نه اوږدوم ،اوس چي پاکستان دواړي پښې په يوه موزه کي اچولي اوپه ټول قوت دافغانستان پرخلاف عمل کوي ، ترهگر،ځانمرگي اونور رالېږي ،خو موږ دکوزي پښتو نخوا اوبلوڅودسياسي گوندونو درهبرانو کارنده وينا اوعمل ونه ليد . پخوا ددوي دابهانه وه چي تاسو په افغانستان کي ياست خو موږ په پاکستان کي، دلته موزور وی ،ځکه تاسو غوندي دريځ نسو نيولاي،سره له دې چې ۵۱ کاله پخوا زما پياد دي چې پاچاخان روزگان ته راغلی اوهلته یې افغانستان خپل کور ونوماوه اوهمدا سي له هغه وخت نه تراوسه ددې نوروگوندونو رهبرانو هم مهدا خبره کړې ،له نيکه مرغه ما مړه اوژوندي مشران له نږدې ليدلي . اوس چي امريکادپاکستان پرخلاف راپارېدلې اوددې هيواد ولسمشر وايي : ولي موږ په مليارډونه ډالر پاکستان ته ورکړوچي دوي زموږ دښمنان له مځه يوسی ،پداسي حال کي چې دا کار یې ندی کړي او موږ یې غولولي يو . امريکا پدې پوه ده چي نه يوازي دوي بلکه ټوله نړۍ او اروپايي ټولنه یې هم غولولي ده ،ځکه خو اوس امريکا او دامريکا نړيوال دوستان له دوينه حساب غواړي . پدغو شرايطوکي چې ټوله نړۍ دپاکستان دکړنو خلاف ده،بياهم جالبه خبره داده چي دا په پاکستان کي افغان پلوه ياپه بله اصطلاح هغه گوندونه چې مشران یې په کابل کي افغانستان خپل هيواد اوکابل دخپل هيواد پلازمېنه بولي اوس هم چوپ دی ،ديوه ږغ نه اوريدل کېږي . دځينو مشرانو خبري به يوڅوک دبيلگې په توگه راته وليکی ،خوهغه ډيري ضعيفي اونېمگړی ويناوي دي ،چې بياهم زه دخپلو ملی گټو په خاطر پرهغو ويناو له تبصري نه ډډه کوم ،خودمشرانوترغوږ مي ددوي دويناو ضعف اونېمگړتيا وي ور رسولی دي . که دوي په رښتيا افغانستان خپله پلارنۍ خاوره بولی نوبايد همدا اوس دپاکستان پرخلاف راپورته سي اودافغان ولس پروړاندي دپاکستاني چارواکوټولي دسيسې چې ترهر چا بايد دويته معلومي وي نړيوالو ته روښانه اوبربنډي کړي ترڅودنړی عام ولس پدې پوه سي چي ددوي سياسي رهبرانو دپاکستان پروړاندي معقول او انساني دريز نيولی دي . اوس هم ناوخته ندي راسئ خپله وينا ددقيق اورښتيانیو کړنوسره مل کړئ . ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery