مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د زړه حمله څه ته وايي؟ نښې، لاملونه او درملنه يې

ډاکټر پرویز صمدي

 

 ۱- پېژندنه: د زړه حمله چې په انګلېسي کې ورته Heart Attack وايي او علمي نوم يې (Myocardial Infarction) MI دی.
کله چې د ويني جريان د زړه يوې برخې ته په کمه اندازه سره اکسېجن لرونکي وينه ورکوي او يا هم زړه او يا يا يوې برخې ته يې وينه هېڅ ونه رسيږي، نو په پايله کې د زړه عضلې تخريب کيږي، دغه ناروغۍ ته د زړه حمله وايي. يا په لنډ ډول، کله چې زړه ته اکسېجن ونه رسيږي نو په پايله کې د زړه حمله منځ ته راځي.
۲- د زړه د حملې نښې:
د سينې درد: د زړه د حملې په وخت کې سينه سخت درد کوي، درد فشار لرونکی او نيونکی حس کيږي. پرته د سينې له درد څخه ښی لاس، اورميږ، لاندې زامه او د خېټې پاسنۍ برخه هم درد کوي. د زړه د حملې له امله د وجود په يادو برخو کې درد د ځاي په تغير او د غړو په خوځولو سره نه کميږي او کم تر کمه تر ۲۰ - ۳۰ دقيقو پورې دوام کوي.
خولې کېدل او کانګې (قی) کول: د زړه په حمله کې د سينې له درد سره يوځای، وجود خولې وي، د کانګو کېدو شونتيا وي، وجود کمزوری او سست وي. داسې هم شوني ده، چې پرته دسينې له درد څخه د زړه حمله يوازې دغه نښې - نښانې ولري.
د ساه بندېدنه يا نفس تنګي: په ښځو کې د زړه د حملې عامه نښه د ساه بندېدل يا نفس تنګي ده، له نفس تنګۍ سره يوځاي په ښځو کې د وجود سستوالی او ستړيا هم د زړه د حملې نښې دي.
شکر يا ديابېټ: هغه کسان چې د شکرې ناروغي يا ډيابېټ ولري، نو د زړه د حملې ناروغۍ نښې په کې ډېرې کمې څرګنديږي. دغه کسان ښايي چې پوه هم نشي، خو د زړه له پرې راشي چې له يو څو ساعتونو وروسته شدت او ډېروالی پيدا کوي. هغه د زړه حمله چې پرته له کوم درد او نښو څخه منځ ته راځي، silent heart attack ورته وايي.
نورې نښې: د زړه د ضربان زياتوالی، د سر درد او د وينې د فشار لوړوالی د زړه د حملې نورې نښې دي.
۳- که دغه نښې - نښانې څرګندې شي څه بايد وشي؟
 د زړه حمله ښايي له دغه نښو - نښانو يوه ساعت، اونۍ او يا هم مياشت وروسته ډېروالی او شدت پيدا کړي. نو هر کله چې دغه نښې ولېدل شي او پرته له دې چې فکر وشي او ډاډ تر لاس شي، چې په ريښتا د زړه حمله ده او که هسې ځينې دردونه دي، بايد ډاکټر او روغتون ته مراجعه وشي.
۴- د زړه د حملې لاملونه:
غوړ خوراک: څېړنو ښودلې ده چې غوړ او شحم لرونکي خواړه د شريانانو په دننه کې يوه مومي (waxy) ماده پرېږدي، چې وينه په اسانۍ سره له دغه مومي مادې څخه زړه ته نشي رسېدی، چې په پايله کې د زړه حمله منځ ته راځي.
الکولي څښاک: شراب، کوکائين، سېګرټ او نور نشئه يې توکي د زړه په شريانانو داسې اغېز کوي چې د وينې جريان مخنيوی يې وکړي، پايله کې وينه زړه ته نه رسيږي او د زړه حمله منځ ته راځي.
جنېټېک يا ارثي: که د چا پلار او ورور د ۵۵ کلنۍ له عمر څخه وړاندې د زړه د حملې ناروغي درلودله نو شونتيا شته چې اولاد او خور يې هم پرې اخته شي او همدارنګه که مور او خور د ۶۵ کلنۍ له عمر وړاندې دغه ناروغي ولري نو زوی او ورور ته يې هم لېږدول کيږي.
نور لاملونه: په ډېر ساړه کې پاتې کېدل، روحي او ذهني فشار، بې ځايه تشويش او اندېښنې .... د زړه د حملې لاملونه شمېرل کيږي.
۵- درملنه: که چېرې د زړه حمله دومره شديده وي، چې زړه ته وينه رسوونکي شريانونه بند شوي وي او يا هم په ډېرې اندازې د وينې د تګ لار ولري، نو بيا جراحي عمليات تر سره کيږي. او که چېرې د ناروغۍ شدت ډېر نه وي نو بيا تر يو وخت پورې دغه درمل ګټور تماميږي.
- ACE inhibitors (Tab: perindopril 4-8 mg once daily OR Tab: Captopril 6-12 mg BID): د زړه عضلې غښتلې کوي.
- Anticlotting medicines (Tab: Aspirin 75-300 mg Daily): د وينې جريان پاکوي، پرته له اړتيا وينه زړه ته نه پرېږدي.
- Anticoagulants ((inj: Heparin UFH 5000-12,500U Sub Coetaneous): وينه له پرنډ والي يا غوټه کېدو (لخته کېدو) څخه ساتي.
- Beta blockers (Tab: Atenolol 12-50 mg daily or Tab: Metoprolol 12-50 mg daily): په زړه باندې فشار کموي او د سينې درد له منځ وړي.
- Statin medicines (Tab: Simvastatin 40 mg daily): په وينه کې اضافي غوړ يا کلسترول کنترول او کموي.
نور درمل هم کارولی شو لکه د شدید درد په خالت کې د مورفین انجکشن څخه استفاده کوه. او همدا رنګه نایتروګلیسرین تابلیت یا سپري


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery