مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نقیب مسید اوس د خپلواکۍ د غورځنګ سمبول دی

سرلوڅ مرادزی

 

 د روان کال د جنوري په لومړیو، کراچۍ ښارکې نامعلومو کسانو په یوه چاپه کې نقیب مسید له خپل دکان څخه یووړ. څو ورځې وروسته يي له دریو نورو کسانو سره یوځای مړي وموندل شو. وروسته څرګنده شوه چې چپاولګر خپله پولیس ول او د ځايي پولیسو مشر راوانور يي لارښودنه کوله.
د پولیسو ځايی مشر راوانور لومړی هڅه وکړه چې دغه د اوږدو ښکلو ویښتو، دنګې ونې او ښکلې ځوانۍ خاوند، نقیب مسېد ترهګرو سره په اړیکو تورن کړي؛ خو تورونو يي ځای ونه نیو او د کومې محکمې له پریکړې پرته يي د پلان شوې توطیې له مخې هغه وواژه او د پښتنو اوسني ټولنیز ستر غبرګون يي راوپاروه.
د نقیب مسید وژنه د اسلام اباد د هغو توطیو ادامه ده چې له ډېر پخوايي د پښتنو د ځوانانو، وکیلانو، مشرانواو پوهانو په وړاندې پیل کړې ده او د ډيورنډ کرښې پر دواړو غاړو په شدت ادامه لري.
د جنوبي اسیا د ترهګرۍ د پورټل په نوم ویب پاڼې پخوا لیکلي ول چې پاکستان په تېرو پنځو کلونو کې ۶۵۰۰ پښتانه وژلي دي.
د ویبپاڼې په وینا د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ، ۲۰۱۲ کال ترټولو خونړی بلل شوی چې یوازې په پښتنونخوا ایالت کې ۱۲۰۶ تنه پښتانه وژل شوي دي.
په دې ۶۵۰۰ وژل شویو پښتنو کې د کوټې په ښار کې هغه ۶۵ تنه وکیلان هم شامل دی چې یوې امریکايي رسنۍ دغه پښتانه د بلوچستان د کار سړي یاد کړي وو.
هغه مهال د پاکستان د سیاسي چارو یو کارپوه ډاکټر تقي د امریکا غږ ډيوې څانګې سره په خبرو کې ویلي ول چې د پاکستان حکومت د پښتنو د وژلو د مخنیوي لپاره څه کار نه کوي. نوموړي همداراز ویلي ول«د بده مرغه د پاکستان ریاست په هیواد کې د پښتنو وژنه اډو وژنه نه ګڼي او نه پرې خپګان کوي»!
د ۲۰۱۲ کال د ډېسمبر په ۲۲ مه، په پېښور کې د عوامي نشنل پارټي ۱۶ تنه غړي او فعالان یوځايي ووژل شول. په وژل شویو کې د دې پارټۍ یو تن نامتومشر بشیر احمد بلور هم شامل وو او په لس ګونو نور ټپيان ول.
همداراز د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې د پاچاخان پوهنتون کې ۲۱ تنه ووژل شول چې ۱۳ تنه يي زده کوونکي ول. په دغه ټولوژنه کې لسګونه نور زده کوونکي ټپيان شوي ول.
پورته ارقام دلته له سل ګونو او زرګونو څخه یوازې د بېلګې په توګه راواخیستل شول. د نقیب مسید شالید د پښتنو شازلمو د ټولوژنې په خونړو پېښو ډک دی. پاکستان نه یوازې د پښتنو لپاره دوزخ او جهنم دی، بلکې د نورو قومونو لکه بلوڅانو او سندیانو لپاره هم زندان دی.
اسلام اباد چې د تروریزم پروژه د ځان د بقا او مالي زیرمو او ګټو لپاره ژوندۍ ساتي، تل يي دا پروژه د یوه دام پتوګه د پښتنو د سپکولو، ګوښه کولو او وژلو لپاره کارولې ده. اسلام اباد د هرې تروریستي پېښې او معاملې سره چې د خپل تور سازمان ISI په مټ يي ترسره کوي؛ د پښتون زلمي لکه نقیب مسید، د پښتنو د نورو مخورو سپینږیرو او مشرانو نومونه ورسره تړي.

کوزو پښتنو په داسې ټولو خونړیو پېښو او د پښتنو په ټولوژنو غبرګون ښودلای او خپل تاریخي دوښمن پنجاب ته يي ګوته نیولې، خو دا لومړی ځل دی د نقیب مسېد په شهادت د یوه ویښ او بیدار قوم په توګه پنجاب په نښه کوي.
د نقیب مسېد وژلو نه یوازې کوزو پښتنو ته د ویښتوب او پاڅون ټکان ورکړ، بلکې بر افغانان يي هم چې د اسلام اباد له ساطوره خوندي نه دي او څلویښت کلونه يي د جګړې بټۍ کې اړخ په اړخ سوځوي، نور هم راوخوځول.
د پنجاب په زړه اسلام اباد کې د تېرو لسو ورځو د ناستې احتجاج چې د افغانانو د ستر مشر فخر افغان پاچاخان د عدم تشدد په طریقه روان دی، دا اوس يي هم پنجاب وارختا اوسرسام کړی دی.
د نقیب مسېد له پاڅېدلي غورځنګه چې اوس له پنجابي واکمنۍ څخه د خپلواکۍ غورځنګ سمبول ګرځېدلی، ورځ تربلې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه ملاتړ زیاتیږي.
د نړۍ معتبرو رسنیو لکه، بي بي سي، امریکا غږ، اروپا ازداۍ، مشال راډیو، المان غږ او ځینورو په پراخه کچه د دې قومي او ولسي غورځنګ انساني، قومي او دیموکراتیکې غوښتنې خپرې کړي. په فیسبوک او بریښناپاڼو کې په زرګونو لیکنې او تبصرې خپرې شوې او د لسګونو ورځپاڼو سرلیکونه او مقالې د دې غورځنګ په ماتړ ودریدي.
د نیویارک ټایمز ورځپانې لیکلي چې په احتجاج کې شاوخوا ٦ زرو کسانو گډون کړیدی. خو اوس هم د مدني حقونو فعالین د مختلفو ښارونو نه نور خلک هم هڅوي چې په دغه غونډه کې گډون وکړي.
د مسېدو د قبیلې ٢۴ کلن ځوان منظور احمد پښتون چې د پښتنو سره د ظلم په ضد یې د پښتنو تحفظ په نامه غورځنگ یې شروع کړ، وویل چې مجبوره شو چې دغه غورځنگ پیل کړي ځکه چې د پښتنو چې کوم سیاسي مشران دي هغوي د پوځ د ظلم غندنه نه شي کولی.
منظور پښتون اوس په اسلام اباد کې د پښتنو د دغې احتجاج د یو مهم تنظیمونکي په توگه پیژندل کیږي.
هغه د امریکاغږ ډیوه راډیو ته وویل " زمونږ د ځوانانو، سپینږیرو.، مشرانو وینې تویدلې د هغې چا خبر نه اخیسته. ژوند یو داسې ځای ته راغلو چې نور ژوندون خوند نه راکاوه، پښتنو خپل ټول ژوند په ظلم او په کړاونو کې تېړ کړیدی. د پاکستان د پوځ د ظلمونو تپوس هیڅ څوک هم نه کوي نو ځکه مونږ دیته مجبوره شو چې د خپلو ځوانانو د ژوند د حفلظت کوښښ وکړو."
منظور پښتون زیاته کړه چې د پښتنو هغو مشرانو ته پېغام دا دې چې دلته خپل سیاسي مقاصد یو خوا ته پریږدي او یواځې د پښتون په نوم زمونږ سره یو ځاې د پښتنو سره د ظلم په ضد اواز پورته کړي.
بلخوا ولسمشر اشرف غني د برو افغانانو په استازیتوب په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: پښتانه له افراطیت او ترهګرۍ ستومانه شوي او دا مدني لاریون یې پیل کړی دی.
ښاغلي غني ویلي چې د پښتنو د دې مدني او سوله ییز حرکت ملاتړ کوي او د تروریزم او افراطیت پر ضد یې یو ګټور ګام بولي.
ولسمشر غني د دغو احتجاج کوونکو حرکت ته په اشارې ویلي چې هغوی د عدم تشدد د فسلفې پیروي کړې او د فخر افغان ستر پاچاخان په ګامونو یې ګام ایښی دی.
د افغانستان ولسمشر د پښتنو اعتراض کوونکو حرکت د تشدد پر ضد هڅه بللې او له نړیوالړو رسنیو یې غوښتي چې د پښتنو دا عدالت غوښتونکی ږغ بدرګه کړي. تاند»
تېره ورځ ملالې یوسفزۍ د نوبل د سولې جایزې ګټونکي د دغه لاریون ننګه او ملاتړ اعلان کړ او د هر رازمرستې ژمنه يی وکړه. همدارنګه په کوزه پښتونخوا کې ښځو، مدني او سیاسي فعالانو په لاریون کې ګډون کړی او له هغه يی خپل بشپړملاتړاعلان کړی دی.
په افغانستان کې هم نن په حضوري چمن کې لویه غونډه وشوه او د نقیب مسېد له غورځنګه يي بشپړ ملاتړ اعلان کړ او دا راز غونډې به د هېواد په نورو سیمو کې هم ادامه پیدا کړي.
د حضوري چمن غونډه کې د لاریون یو تنظیموونکي ایمل څړوال د لاریونوالو په استازیتوب پنځه ماده ییز پریکړه لیک ولوست.
پریکړه لیک کې راغلي«موږ د پښتونخوا د خلکو لانګ ‌مارش د ټولو بنیادي غوښتنو ملاتړ کوو. پاکستان دې د تروریزم حامي هیواد په توګه وپیژندل شي. قبایلي پښتانه د طالبانو او پاکستان پوځ لخوا وژل کیږي. د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه باید قبایلي سیمو ته لاړ شي. د جنګي جرمونو نړیواله محکمه دې په فاټا کې د پاکستاني دولت لخوا د قبایلو د جینوسایډ (ټولوژنې) څیړنې وکړي او نړیوالې رسنۍ دې باید قبایلو کې خپل دفترونه پرانیزي»
که څه هم پورته غوښتنې د کوزو پښتنو ټولې غوښتنې نه څرګندوی او یوازې د اوس لپاره په پام کې نېول شوې ښکاري، د کوزو پښتنو اصلي غوښتنه د پنجاب له استعماري واکه خپله خپلواکي ده. پښتانه له دې کم په بل څه نه قانع او نه راضي کیږي!
د بشپړ افغانستان بیا احیا چې هم يي کوز پښتانه د «لروبر یو افغان» په مفهوم کې ښکاره کوي او هم يي بر افغانان پخپلو څرګندونو کې له چا نه پټوي، د اصلي موخې پتوګه ګڼل کیږی!
تل دې وي د لروبر افغان یووالی!
د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۹ مه

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery