مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ماشوم سوچ

محمود نظری


طنز
 

 

 دماشوم مغزو د بیرولو لپاره اخله تل نوم د اوخۍ
 چي کالي يي خیرن کړه ورته وایه بلا، دا دي کړه خۍ
 دداسې ماشومانو سره په کار نه دي سیاسي خبرې اترې
 ماشوم کله شرمیږي په لاس کې په مروړلو د خپلي سوخۍ

 دلته د ماشومانو د وړو مغزونو باچاهي ده
 د ماشوم د لوبې شی ترې اخیستل هغه ژړوي
 خر چي اوبه وویني دریږي په کې میتازي کوي
 هغه په خپل وړوکی خیال دا د حیات ماده ډیروي

 هر چا ته د خپل مغزو په کچه یو کار ښه ایسي
 د خره نا فرماني څوک ژړوي څوک هم خندوي
 هر پمن دې بې تلې وطن کي ځان دټول عالم پوه بولي
 افغان دی د پردو دخوشحالی لپاره ځان بولي افغانستاني
 خرکه لوی وي یا وړوکي په عزت او غیرت څه پوهیږي
 نه پوهیږي چې افغان یې اعتبار او ویاړدی یا خریستاني
 سوخۍ( اله)


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery