مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار پوهنتون او کادري روغتون کي دوې ودانۍ پرانيستل سوې

benawa afghanistan
راحیله جواد
د لوړو زده کړو وزير ډاکټر نجیب الله خواجه عمري په کندهار پوهنتون کي د ايډيټوريم او وروسته په کادري روغتون کي د لابراتوار ودانۍ د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستلې

د شنبې په ورځ  د لوړو زده کړو وزير ډاکټر نجیب الله خواجه عمري کندهار ولایت ته سفر وکړ او د کندهار والي  زلمي ويسا سره يې يو ځاي لومړی په کندهار پوهنتون کي د ايډيټوريم او وروسته په کادري روغتون کي د لابراتوار ودانۍ د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستلې.

د يادو ودانيو تر پرانيستلو وروسته د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري، د ياد وزارت معین انجنير عبدالتواب بالاکرزي او ورسره راغلي پلاوي په ولایت مقام کي پر داسي مهال د کندهار والي  زلمي ويسا سره وکتل چي د ولایت مقام مرستيالانو هم حضور درلود.
وروسته د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري په خپلو خبرو کي ډاډ څرګند کړ چي د ستونزو په حلولو کي به کوټلي ګامونه واخلي او د کندهار پوهنتون د اړتياوو په پوره کولو کي به جدي هڅي وکړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery