مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په بې سرپوښه هیواد کي یو لغړي د هیواد پر هوائي حریم څنګه تیری کوي ؟!

هادي


نور به کندهار ته ملکي پروازونه بند وي !!

له کله څخه چي لغړيرازق د کندهار د هوائې ډګر څخه د هوانوردی وزارت ټول پرسونل شړلي دي او میدان ئې په خپل واک کي اخستی دی هره ورځ بلاناغه پاکستاني مالونه په روسي الوتکو کي کندهار ته په قاچاقي ډول پرته د محصوله راځي چي د پروازونو شمیر ئې له ۱۵ څخه تر ۲۵ پوري رسیږي .

د کندهار هوائې ډګردا پنځه کاله مسلسل ریکارډ لري چي په نړیوال کچه د هغه ایرپوټونو په لومړي سر کي قرار لري چي پر یو کرښه ترټولو زیات پروازونه پکښي کیږي . دغه پروازونه د افغانستان ملکي ، نظامي سربیره د امریکا او متحدینو نظامی ، استخباراتي او اکمالاتي پروازونه دي چي په اووني کي شمیر ۵۰۰۰ پروازونه ته رسیږي ، دا چي دغه هوائې ډګرد نړیوالو بیس هم دي نو د هوائې ترافیک چاري ئې هم ددوی په واک کي دي چي د خپل مهال ویش لمخي نړیوالو ځواکو د افغانستان دولت ته په اوسط ډول د ورځي د ۱۵ - تر ۲۵ پروازه اجازه ورکړې چي اکثره ئې دوه ملکي او نور نظامي پروازونه وي خودا درې میاشتي کیږي چي رازق لغړي شخصي الوتکي د روسي الوتکو په مټ د هوانوردي وزارت او افغانستان د ټولو قوانینو خلاف د قاچاق یوه نوي لوبه پیل کړې چي مخکي په اونۍ کي درې خو د کله چي د هونوادری وزارت ټول کارکونکي ددغه میدان څخه شړلي او په وچه لنډغری د میدان واک په خپل اختیار کي اخلي نو هره ورځ له ۱۵ څخه تر ۲۵ پروازه هغه مواد چي په پاکستان کي ټکسونه لوړ او په افغانستان کي راوړل منعه دي به دغه الوتکو کي راوړي او بیا ئې پاکستان ته قاچاکوي چي د هر پرواز څخه په اوسط ډول دوه میلونه ډالره ګټه ترلاسه کوي . نو د افغانستان ملکي پروازونو او نظامي پروازونو ته نور اجازه او د مهالویش په حساب وخت د پرواز او نشست نه وي چي نه یوازي ملکي خلک په هوائې ډګر کي په ساعتونو ساعتونو انتظار کوي بلکې د نظامي پروازونوحق چي د هیواد پوځ تر ټولو ستره اړتیا ده هم ددغه امله محرومه کیږي او په دغه ستر خیانت کي چي هم د هیواد پر هوائې حریم تیری دی ،هم د نظامي ځواک کمزوره کول دی ،هم د دښمن مالونه پر خپله خاوره کښته کول او بیا پرته د محصوله قاچاق کول دي ، هم د خپل ولس زورول دي په وړاندي ټول دولت چپه خوله نیولې ده .

د هوانوردي وزارت وائې چي نور به کندهار ته ملکي پروازونه نه کوي ځکه چي دوی نه غواړي چي الوتکه د مسافرو ډکه په هوا وي او د نشست اجازه نه ورکول کیږي او دخلکو ژوند په خطر کي واچوي نړیوال ځواکونه وائې چی د افغانستان دولت پروازو ته ددوی تر ضورورت زیات وخت ورکول سوی دی دا چي ځیني کسان دغه وخت خپل په شخصي کاروبار لګوي یا ئې په دولتي دا د افغانستان د دولت داخلي موضوع ده باید دولت ورته لاس رسی وکړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery