مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فقیر_پاچا

عبدالوحیدتابع


 د تل په شان یوه ورځ خواره کی ته یی زوی د غرمې ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډې راوړۍ وه.زوی او پلار په خوړلو د غرمنې پیل وکړ او په ‌‌‌‌‌‌ډیر خوند یې ‌‌‌‌‌‌غرمنې وخوړله.وروسته له غرمنې زوی خپل پلار ته د شنه چای ‌‌‌‌‌‌ډکه پياله هم وروړاندې کړله.پلار چی د ونې بیخ ته تکیه کړې وه،زوی یې ترینه پوښتنه وکړه چی پلار جان دا نور خلک څنګه موټر لری او د ژوندانه هر څه یې له مونږ څخه سم دی.مونږ یې ولی نلرو دوی داله کومه کړی؟
 پلار یې سوړ اسویلی ویست او زوی ته یې وویل !
هغوی زیار ایستلی چی دا د ژوند اسانتیاوی یې په برخه شوی.
نو په همدی کی زوی پلارته وویل چی مونږبه هم ښه زیار وباسو ترڅوژوندموښه شی.
پلار زوی ته وویل!
زوی جان مونږ تر ټولو‌‌‌‌‌‌ډیرزیارباسو،لاس اوپښې موترټولو‌‌‌‌‌‌ډیرې تڼاکی دی او له دوی څخه مونږ‌‌‌‌‌‌ډیرستړی یو خو زمونږزیارایستل د ښه ژوندانه لپاره نه دی یواځې د دوی د خوښیو لپاره دی.مونږ پيدا همدی ته یو ترڅو دوی ته کار وکړو او دوی خوشحاله وساتو.دوی مونږ نه پریږدی چی د ژوندانه ښه څیزونه ولرو.د ژوندانه د ښو څیزونو د لاس ته راوړلو لپاره مونږ یواځۍ خوب لیدلی شو.له پیړیو راپه دیخوا خوار نه دی شتمن شوی او هیڅکله به نشی.دا ارمانونه زمونږ د نیکونو نه دی پوره شوی نو زمااوستا به هم پوره نشی.پلار چی ‌‌‌‌‌‌ډیر یې زړه له خبرو ‌‌‌‌‌‌ډک وو او زوی ته یې د فقیرانو اوشتمنو د ژوندانه د توپيرونو وویل.
زوی جانه!
مونږ پیدا یوتر څو دوی ته کاروکړو.مونږپیدا دی ته یو ترڅو د دوی مجلس او خندا وی ګرمې وی.مونږ پيداهمدی ته یو تر څو د دوی هر‌‌‌‌‌‌ډول تیری وزغموو.په همدی خبرو کی وو چی زوی ورته کتل چی د ده پوښتنو یې پلار خوابدی کړ او پلار یې نور پرینښود چی خبرو ته دوام ورکړی.له پلار څخه یې بښنه وغوښته ،پلارته یې وویل چی وبښه پلار زما پوښتنې ستاد خفګیان لامل شوی.نو په همدی کی زوی دکورخواته روان شواو پلار چی ونې ته یې تکیه کړې وه د زوی د پوښتنۍ او د خپل ژوندانه په چرت کی همداسې خوبوړی شو.
 [په خوب کی یې لیدل چی کله دی ماشوم وو د خپلوتربرو،ترورزیانو،مامازامنو،خپلوخپلوانو او د ولس د خندا،مسخرو،خدمت،تیری او د ژوندانه د ټولو ناخوالو او ناوړو لپاره دی او کورنې یې پیدا شوی او هر څه یې ګاللی او هیڅکله یې نه دی پریښی تر څو پرمختګ وکړی او داسې یې ساتلی چی هیڅکله هم پرمختګ ونکړی.د خوب لیدل وو او خوب یې لاړو د تخیل نړۍ ته او په خوب کی پاچا شو.واکمن وو او عسکروته یې امر وکړ چی ټول شتمن له کورنیوسره یې ټول او سمندر ته یې غوزار کړی تر څو د کبانو خوراک شی.
خوارکی ټکان وخوړ او رابیدار شو .]
ګوری چی خوب یې لیدلی نو له ځان سره یې وویل چی ای زما رب مونږ تاپیداکړی دژوندانه لپاره یو زما د پاچاهی نه دی په کار خو په ویښه او ژوندونی مااوبچوته می خوښی راکړی .داچی په خوب کی پاچاهی راکولی شی نو په ویښه له د ظالموڅخه دخلاصون تمه لرم.

هو دا یوحقیقت دی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery