مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لوی شیطان

محمود نظری

 


 

 لوی شیطان په مینا شریف کې کړس کړس په خندا سو
 ول وای هره ورځ لوی شیطانان د افغانستان ما ولي
 ما مازې اسمعیل ته ویل چې مه ځه تا دي آبا حلالوي
 زما سل کوټې بدتره راځي دا دخلکو قصابان ما ولي
 هلته ددې شیطانانو په لمسون لکونو انسانان مړه کیږي
 دخلکو غولولو لپاره ما ته راځي واه ! دا لوړجانیان ما ولي
 هلته دلویو شیطانانو په لوړو غونډیو زیارتونه جوړیږي
 دلته دهغو شاګردان ډالر ته موږکان دین ته خاینان ما ولي
 دا بیا عجبه دخلکو غولوني دنیا او اسلامي وطن سو
 رذیلانو یې بستره اچولې زما د انک لپاره دا ابلسیان ما ولي
 دا څلویښت کاله په سپينو جامو کې د مسلمانانو لاره کې ناست دي
 زما درو ورځوناستي لپاره دا زما سپین کالي دشر سیالان ما ولي
 خدای ما ویني شاید اخیر ما وبښي دا سپکاوی چې دوی زما کوي
 اخ ! ټول تر ما لوړ بې ګفته لوی خبیثان او دووسان ما وهلي
 ولاړ سي وطن ته په خلکو لاسونه مچوي چې ماشوم غوندې بیګناه یم
 چې بیا د ګناهو ډکه بنۍ سي که یې وس سي په ستنګر او هاوان ما ولي
 څوک يې په ما توکي څوک یې ما په پټو انو ولي څوک هم په چپلکو
 عجبه زمانه سوه ان رشوتخوره ، زنا کاره او وطنفروشان ما ولي

***
ځینې دا خاوره په خندا خندا د بل ګڼي
 چې د واک خبره سي وطن بیا خپل ګڼي
 نه دي افغان مني نه دی اسلام مني واه!
چې امتیاز سي د وطن خاین دلته اتل ګڼي
 له ډیره کبره یې له وړې ډبرې غر جوړ کړي
 هینجه د ځان د ولس دسر سورګل ګڼي
 تا لیدلې چې کوم افغان خپله مورګړو کړي
 داسې خلک پیدا سوي دلته ځان اصل ګڼي
 داچې نه په مور او ناموس بند دی پردي دي
 ځان عاقلان او نور ولس ټول بې عقل ګڼي
 د خپل غله ګوند او ډارې نه پرته ټول ملت
 دا سراسر ولس افغان وطن دښمن اوجاهل ګڼي
 هغه چې یوازې د امریکا یانو په نر توب نازیږي
 دهغو په نري ځړېدلی دلته ځان نر او اتل ګڼي
 هر کاذب ځکه نورخلک لکه ځان کاذب بولي
«نظری» دغله په نظر ټوله دنیا غله راځي، سم دا متل ګني

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery